افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو محروم او د چاودنو له ګواښ سره مخ دي

0
39

د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې میلیونونه ماشومان لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي، په داسې حال کې چې د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنې هم د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې زده‌کړه د هر ماشوم حق دی او په دې برخه کې پانګونه د هېواد د راتلونکي لپاره ارزښت لري.

د یونیسف او یونسکو د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو لپاره د عمر شرایط پوره کوونکو ماشومانو تر ۵۰ سلنې ډېر یې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري. همدارنګه، په تېرو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله تر دوه نیم میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو پاتې شوې دي.

بلخوا، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سېف د چلډرن) افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ له پنځو تر ټولو مرګونو سیمو څخه بللی دی.

د دغه سازمان د تازه راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په جګړو کې تر ۱۷۱ زرو ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د ماشومانو له هرو لسو قربانیانو څخه اووه یې په افغانستان، سوریه، فلسطیني سیمو، سومالیا او یمن کې دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هره میاشت په منځني ډول شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي. په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان وو.

دا شمېرې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د زده‌کړو، خوندیتوب او ژوند د حقونو د خنډونو او ګواښونو څرګندونه کوي.