د بلوچستان سوداګر د افغانستان او ایران پر لور د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو هیله لري

0
50

د بلوچستان سوداګر او د سرحدي سیمو اوسېدونکي له افغانستان او ایران سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوي. دوی هیله لري چې د پاکستان د پوځ د بلوچستان د قوماندان جنرال عنایت حسین وروستۍ څرګندونې به د لارو د پرانیستلو لپاره عملي ګامونو ته لاره هواره کړي.

د ازادۍ راډيو راپور له مخې، جنرال عنایت حسین تېره اوونۍ په تربت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې د سوداګرۍ د پراختیا، خلکو ته د کارموندنې او د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د سرحدي لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي.

د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مشر رحیم کاکړ ویلي، د نومبر په دویمه یې له نوموړي سره لیدلي او د افغانستان او ایران له لارو سره د سوداګرۍ د بیا پیل په ګډون یې د ایالت اقتصادي ستونزې ورسره شریکې کړې دي.

د هغه په وینا، جنرال عنایت حسین د سوداګرو غوښتنې اورېدلې او د سرحدي لارو د وضعیت د څېړلو ډاډ یې ورکړی دی.

د سوداګرۍ بندېدو زرګونه کسان اغېزمن کړي

د چمن د پخواني پرلت ویاند صادق اڅکزي ویلي، د چمن او سپین بولدک ترمنځ د سوداګرۍ د محدودېدو له امله ګڼ کسان له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي چې پخوا یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د موټرو سوداګري کوله، ویلي چې شاوخوا ۲۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، خو د لارو له تړل کېدو وروسته یې خپل کاروبار هم له لاسه ورکړی دی.

اڅکزی ادعا کوي چې د پولې دواړو غاړو ته د سوداګریزو فعالیتونو د درېدو له امله شاوخوا ۵۰ زره کسان اغېزمن شوي دي.

اقتصادپوه جهانګیر کاکړ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د بلوچستان د خلکو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه بولي. د هغه په باور، د لارو بیا پرانیستل به د توکو په لېږد کې اسانتیا رامنځته کړي او د خوراکي توکو د بیو په راټیټېدو کې به مرسته وکړي.

د چمن اوسېدونکي احمد ظاهر هم ویلي، د پولې بیا پرانیستل کولای شي د سیمې اقتصادي وضعیت ښه کړي او هغه ځوانان بېرته په خپلو سیمو کې د کار موندلو فرصت ته ورسېږي چې د بې‌کارۍ له امله نورو سیمو ته د مزدورۍ لپاره تللي دي.

د لارو د تړل کېدو مخینه

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو د پرېکړې له اعلان وروسته، له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرطونه سخت کړل.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو او امنیتي کړکېچ له زیاتېدو وروسته مهمې سوداګریزې لارې هم وتړل شوې.

پاکستان د سرحدي محدودیتونو لپاره امنیتي اندېښنې، د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق مخنیوی خپل لاملونه بللي دي.

د افغانستان اوسني واکمن حکومت تر اوسه د لارو د بیا پرانیستلو په اړه په دې وروستیو څرګندونو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.