د افغانستان روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ۳۰ هوکړې لاسلیک شوې

0
14

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د درملو د کورني تولید د پیاوړتیا په موخه له ۳۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو، روغتونونو او درمل جوړونکو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، دغه هوکړې د افغانستان د کورنیو او نړیوالو روغتیايي توکو د دویم نندارتون په پای‌غونډه کې لاسلیک شوې دي.

د دغو هوکړو له مخې به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي، په هېواد کې د درملو د تولید د زیاتوالي، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د طبي وسایلو او روغتیايي توکو د برابرولو په برخو کې همکاري پراخه شي.

همدارنګه، د روغتیا په برخه کې د پانګونې هڅول او د خصوصي سکټور د وړتیاوو کارول هم د دغو هوکړو له مهمو موخو څخه بلل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تمه لري چې د دغو همکاریو له لارې به د هېواد روغتیايي نظام پیاوړی او خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو بهیر ښه شي.