عمران خان: د زړه حملې او مغزي وینې بهېدنې له ګواښ سره مخ یم، عدالت دې اقدام وکړي

0
25

د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د پاکستان سترې محکمې، فدرالي اساسي محکمې او اسلام‌اباد عالي محکمې مشر قاضیانو ته لیکونه استولي او په زندان کې یې د روغتیايي وضعیت او د بند د شرایطو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د هغه وکیل سلمان صفدر ویلي، لیکونه د عمران خان په لارښوونه چمتو شوي او د نوموړي له لوري یې اړوندو قاضیانو ته سپارلي دي.

عمران خان په لیک کې ویلي، ډاکټرانو ورته د مغزي وینې بهېدنې او زړه د حملې د احتمالي خطر خبرداری ورکړی او د وینې فشار یې ان ۱۹۳ ته رسېدلی دی.

نوموړي ادعا کړې چې په تېرو یوه کال کې یوازې څلور ځله له خپلو وکیلانو سره د لیدو اجازه ورکړل شوې او د کورنۍ اوونیزې لیدنې هم په وار وار لغوه شوې دي.

هغه زیاته کړې چې اوږدمهاله یوازې ساتنې او له خلکو سره د اړیکو نشتوالي یې پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی دی. د نوموړي په وینا، مېرمنه یې بشرا بي بي هم په یوازې بند کې ساتل کېږي.

عمران خان په لیک کې د سترې محکمې د روغتون ته د لېږدولو د حکم د نه عملي کېدو موضوع هم یاده کړې او له قاضیانو یې غوښتي چې د محکمې د پرېکړو عملي کېدل ډاډمن کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې که ژوندی پاتې شي، خپله بې‌ګناهي به ثابته کړي.