لیکنه: خزیمه یاسين
ایا پوهېږئ چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا د سوداګرۍ پر یوه مهمه څلورلارې د بدلېدو په حال کې دی؟
د افغانستان جغرافیایي موقعیت له پخوا راهیسې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ځانګړی ارزښت لري. دغه په وچه کې راګېر هېواد د پېړیو په اوږدو کې د بېلابېلو تمدنونو د تګ راتګ او سوداګرۍ لاره وه؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره د لېږد رالېږد بنسټونه، په ځانګړي ډول د اوسپنې پټلۍ، مهم رول لري.
د افغانستان بهرنۍ سوداګري او له سیمې سره اړیکې تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو سره د نښلوونکو لارو پورې تړلې دي. له همدې امله په وروستیو کلونو کې د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ په زېربناوو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
اوسمهال افغانستان د ازبکستان، ترکمنستان او ایران په څېر له شمالي او لوېدیځو ګاونډیو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښتی دی، په داسې حال کې چې له تاجکستان سره د یوې نوې سوداګریزې لارې د جوړولو لپاره هم هڅې روانې دي.
له ازبکستان سره د اوسپنې پټلۍ
له ازبکستان سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اړیکه د بلخ ولایت د حیرتان بندر له لارې ټینګه شوې ده. دغه مهمه لار د ازبکستان له سرحدي ښار ترمذ څخه پیلېږي او د آمو سیند پر تاریخي دوستۍ پله له تېرېدو وروسته افغانستان ته ننوځي.
له حیرتان بندر څخه تر مزارشریف ښار او د هغه تر څنګ د نایبآباد تمځي پورې شاوخوا ۷۵ کیلومتره اوږده پټلۍ غځېدلې ده.
دا د افغانستان له فعالو سوداګریزو لارو څخه یوه مهمه لار ده، چې له منځنۍ اسیا، روسیې او چین څخه د سوداګریزو توکو او بشري مرستو په لېږد کې کارول کېږي.
په دې وروستیو کې د نایبآباد په تمځي کې د بار وړلو د وړتیا د لوړولو او د پټلۍ د شبکې د پراخولو لپاره نورې پټلۍ هم جوړې شوې دي.
له ترکمنستان سره د اوسپنې پټلۍ
افغانستان د ترکمنستان له پراخې اوسپنیزې شبکې او د کسپین سمندرګي له سوداګریزو لارو سره د نښلېدو لپاره دوه مهمې لارې لري.
لومړۍ لار د فاریاب ولایت د آقینې بندر دی. د ترکمنستان له امامنظر سیمې څخه غځېدلې پټلۍ د افغانستان خاورې ته ننوځي او د اندخوی ښار پورې رسېږي.
دویمه لار د هرات ولایت د تورغونډۍ بندر دی، چې د ترکمنستان له سرحدآباد تمځي سره نښتی دی. د دې لارې د نوي کولو او تر هرات ښار پورې د غځولو چارې هم روانې دي.
دغه دواړه لارې د لاجوردو دهلېز مهمې برخې دي، چې افغانستان د ترکمنستان او ترکیې له لارې د اروپا له بازارونو سره نښلوي.
له ایران سره د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ
د افغانستان په لوېدیځه پوله کې له ایران سره د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ هم فعاله ده. دغه لار افغانستان د ایران له ملي اوسپنیزې شبکې او له هغه ځایه د فارس خلیج له نړیوالو بندرونو سره نښلوي.
دغه ۲۲۵ کیلومتره اوږده پټلۍ د ایران له خواف ښار څخه پیلېږي او د افغانستان تر روزنک تمځي پورې غځېدلې ده.
د دې پروژې د وروستۍ برخې د بشپړولو چارې هم روانې دي، څو پټلۍ د هرات صنعتي سیمې او نړیوال هوايي ډګر پورې ورسېږي.
له تاجکستان سره د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ دهلېز
په تېرو وختونو کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ مستقیمه فعاله اړیکه نه وه.
د دې کار مهم لاملونه د پنج سیند، پامیر او هندوکش د غرونو سخت جغرافیایي جوړښت، اوږدمهاله ناامني، د دواړو هېوادونو محدود اقتصادي امکانات او پر ازبکستاني لارو تکیه بلل کېږي.
خو اوس د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ دهلېز پر جوړولو خبرې او هڅې روانې دي.
دغه شاوخوا ۲۱۰۰ کیلومتره اوږده پروژه د چین له کاشغر ښار څخه پیلېږي، د قرغزستان او تاجکستان له غرنیو سیمو تېرېږي او د افغانستان پولې ته رسېږي.
دا لاره د تاجکستان د ختلان ولایت له جلالالدین بلخي ښار څخه د پنجپویان (لوئر پنج) سرحدي بندر ته غځېږي. له هغه ځایه د پنج سیند پر پله په تېرېدو سره د افغانستان شیرخان بندر ته ننوځي.
افغانستان ته له ننوتلو وروسته دغه دهلېز شاوخوا ۱۱۴۵ کیلومتره مزل کوي او د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونه له یو بل سره نښلوي.
دغه پټلۍ به له شیرخان بندر څخه د کندوز ښار ته ورسېږي او بیا به له مزارشریف، شبرغان، میمنې او اندخوی څخه تر تېرېدو وروسته د بادغیس ولایت مرکز قلعهنو ته ورسېږي او په پای کې به د هرات ولایت له لارې د ایران له اوسپنیزې شبکې سره ونښلول شي.
تاجکستان هم هڅه کوي چې دغه دهلېز د خپل پلازمېنې دوشنبې له مرکزي اوسپنیزې شبکې سره ونښلوي.
د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې د ایران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د درې اړخیز سوداګریز تړون له مخې هم د سیمهییزې سوداګرۍ او اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
تمه ده چې دغه دهلېز تاجکستان ته د ازبکستان پر لارو د تکیې د کمولو او د ایران او عربي سمندرګي بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. همدارنګه افغانستان ته به د منځنۍ اسیا او چین له سوداګریزو لارو سره د نښلېدو نوي فرصتونه برابر کړي.
د پروژې لګښت او پانګونه
د دې پراخې زېربنايي پروژې جوړول د پام وړ مالي سرچینو او پانګونې ته اړتیا لري.
د لومړنیو اټکلونو له مخې، د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د ټولې پروژې لګښت له دوو میلیاردو امریکايي ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.
د دې لګښت یوه لویه برخه به د افغانستان په خاوره کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو ولګېږي.
د پروژې د عملي کېدو د امکان ارزونې او مالي ملاتړ لپاره د اسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک په څېر نړیوال بنسټونه، ترڅنګ یې چین، ایران او ترکیه هم د تخنیکي او مالي همکارۍ په برخه کې یاد شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د استانبول د غونډې پر مهال د هرات او مزارشریف ترمنځ د پټلۍ د جوړولو د امکان ارزونې لپاره هم یو ګډ تړون لاسلیک شوی و.
سیمهییز او سیاسي ارزښت
د دې دهلېز جوړېدل د منځنۍ او سویلي اسیا پر سوداګریزو او سیاسي اړیکو د اغېز وړتیا لري.
د پروژې په بشپړېدو سره به چین، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته د ځمکنیو سوداګریزو لارو یوه بله لاره برابره شي او د سمندري لارو پر ځای به د ځمکې له لارې د توکو لېږد ته هم زمینه زیاته شي.
د افغانستان اوسنی حکومت هم کولای شي د دغو لارو له پراختیا څخه د هېواد د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او له سیمهییزو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره ګټه واخلي.
له بلې خوا، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو له امله د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د بدیلو لارو موندلو اهمیت هم زیات شوی دی.
د دې دهلېز په بشپړېدو سره به افغانستان وکولای شي له چین، ایران، روسیې او منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د پاکستان پر ټرانزیټي لارو د خپلې سوداګرۍ تکیه راکمه کړي.
په ټوله کې، د افغانستان له لارې د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ پروژه یوازې د پټلۍ جوړولو طرحه نه ده، بلکې د سیمې د سوداګرۍ، لېږد رالېږد او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو پراخ سیمهییز پلان دی.


