د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان اوسنیو واکمنانو په کندهار کې راډیوګانو ته لارښوونه کړې چې نور د کرکټ سیالیو، لوبو او اړوندو خبرونو په اړه خپرونې ونه کړي.
د راپور له مخې، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ سیمهییزو راډیوګانو ته ویلي چې د کرکټ په اړه د هر ډول مطالبو خپرول منع دي.
د یاد ریاست یوې سرچینې فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه بندیز یوازې د لوبو پر ژوندۍ تبصرې نه دی محدود، بلکې د سیالیو خبرونه او د لوبډلو د بریاوو په اړه راپورونه هم پکې شامل دي.
په کندهار کې د دوو سیمهییزو راډیوګانو مسوولانو هم د ورته لارښوونې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټیلیفون له لارې ورته د کرکټ د خپرونو د بندولو خبر ورکړی دی. سرچینو د امنیتي اندېښنو له امله خپل نومونه نه دي څرګند کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه د فرانسې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
کندهار د افغانستان د اوسني مشر هبتالله اخوندزاده د اوسېدو سیمه ده او د واکمن حکومت چارواکي ډېری وخت خپلې پرېکړې لومړی په دغه ولایت کې پلي کوي.
د افغانستان اوسنیو واکمنانو تر دې مخکې هم پر ځینو ورزشي فعالیتونو محدودیتونه لګولي او ګډ رزمي ورزشونه یې منع کړي دي؛ خو نارینه او هلکان لا هم د کرکټ لوبې کوي. په ورته وخت کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو او لوبغالو ته له تګ څخه منع شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د نارینهوو د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې له زیمبابوې سره د ټېسټ سیالیو په دویمه لوبه بوخته ده.


