د روسیې او افغانستان ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

0
34

د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه، د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د ۷۰ څخه د زیاتو سوداګرو پلاوی کابل ته تللی دی.

د افغان چارواکو په وینا، د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو ترمنځ د شاوخوا ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ سوداګریز تړونونه او د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د تړونونو له مخې، افغانستان ته د درملو، غنمو، اوړو او خوراکي غوړیو د لېږدولو او له افغانستان څخه روسیې ته د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د انارو د صادرولو چارې شاملې دي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک د خپل سفر پر مهال د افغانستان له لومړي وزیر ملا محمدحسن اخوند او د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي دي.

په دغو لیدنو کې ملا عبدالغني برادر روسي شرکتونه د افغانستان د کانونو، صنعت، بنسټیزو تاسیساتو، کرنې او ځانګړو اقتصادي سیمو په برخو کې پانګونې ته بللي دي.

افغان لوري همداراز له روسیې غوښتي چې افغان صادراتو ته خپل بازارونه پرانیزي او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لګښتونو په کمولو کې همکاري وکړي.

روسي لوري له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د خپل چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

د روسي چارواکو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۳۴۹ میلیونه ډالرو لوړه شوې، چې د تېرې ورته مودې په پرتله دوه برابره زیاته ده.

بل لور ته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) غړي هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

د شنونکو په باور، د مسکو او کابل ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا کولای شي په سیمه کې د سوداګرۍ، پانګونې او ترانسپورتي اړیکو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي؛ خو د لاسلیک شویو تړونونو عملي کېدل به په راتلونکو ګامونو پورې تړلي وي.