د افغانستان د مالیې وزیر ایران ته په رسمي سفر تللی

0
31

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د دې وزارت وزیر ملا محمدناصر آخند د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی دی.

د وزارت په وینا، نوموړی به د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو، ګمرکي او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان او ایران د ګډې اقتصادي کمېسیون د ناستې پر اړوندو موضوعاتو به هم خبرې وشي.