د پاکستان پوځ وايي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بېلابېلو استخباراتي عملیاتو پر مهال ۷۴ وسلهوال وژل شوي دي.
د پوځ د رسنیو څانګې (ای اېس پي ار) د جمعې په ورځ، د نومبر پر ۱۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي سیمې د عملیاتو پر مهال ۳۵ وسلهوال وژل شوي او په اورکزیو کې اته نور له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې له وسلهوالو سره نښتې شوې او د هغوی یو شمېر پټنځایونه په نښه شوي دي. پوځ زیاتوي، چې له عملیاتو وروسته د وسلو، مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.
د پوځ په وینا، په بلوچستان کې هم د کوټې ولسوالۍ د کُرَم په سیمه کې د نومبر له درېیمې نېټې راهیسې د روانو عملیاتو پر مهال ۳۱ وسلهوال وژل شوي دي. په دغو عملیاتو کې د وسلهوالو پټنځایونه په نښه شوي او وسلې او چاودېدونکي توکي ترې ترلاسه شوي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د دغو عملیاتو ستاینه کړې او د امنیتي ځواکونو هڅې یې ستایلې دي.
بل لور ته، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه اوونیز راپور کې ویلي، چې د اکتوبر له ۳۰مې د نومبر تر پنځمې پورې په ټول پاکستان کې ۴۹ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې له امله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.


