نړۍ؛ ایران او امریکا یوځل بیا سره ښکر په ښکر شوي، د تازه بریدونو ادعاوې

0
32

د ایران سپاه پاسداران وايي، د دغه هېواد پر سیریک سیمې د امریکا له هوايي برید وروسته یې په بحرین کې د امریکايي ځواکونو د لومړني خبرداري رادار په نښه کولو او ویجاړولو اقدام کړی دی.

د سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې، چې د جمعې په سهار د ایران دولتي خبري اژانسونو خپره کړې، ادعا شوې چې دغه برید یې د امریکا د هوايي برید په غبرګون کې کړی دی.

سپاه خبرداری ورکړی، که په هرمز تنګي کې د هوايي سرغړونو او د تېلو د قاچاق اړوند کړنې تکرار شي، د دغه ځواک هوايي څانګه به د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو د سیریک پر سیمه د امریکا د هوايي برید خبر ورکړی و. سپاه هم د برید پخلی کړی او ویلي یې وو چې په دغه سیمه کې د مخابراتو یوه ستنه په نښه شوې ده.

د بحرین د رادار د ویجاړېدو په اړه د سپاه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.