د ګلګت ـ یاسین پر لاره سیند ته د مسافر وړونکي موټر لوېدو پېښه؛ ۱۱ کسان مړه شوي

0
42

د پاکستان د ګلګت سیمې څخه یاسین ته روان یو مسافر وړونکی موټر له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال په موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان سپاره وو.

د پېښې له خبر ترلاسه کولو سره سم د ژغورنې ډلې او ځايي رضاکاران سیمې ته رسېدلي او د مرستې چارې یې پیل کړې دي.

چارواکي وايي، تر اوسه له سینده د ۱۱ کسانو مړي راایستل شوي او درې ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاتې ورکو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.