هنګو کې پر پولیسو برید؛ یو سرتېری وژل شوی او درې نور تښتول شوي

0
29

د خیبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د شاه الماس پیر په غرنۍ سیمه کې پر یوې پولیسې پوستې د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او درې نور بریدګرو له ځان سره بیولي دي.

د ځايي پولیسو د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر سرتېري سیمې ته رسېدلي او د بریدګرو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي. په سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده.

د هنګو د پولیسو مشر صلاح الدین کنډي ویلي، بریدګر درې تښتول شوي پولیس د سمانې غره ته څېرمه د خانانو کوټې سیمې ته بیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، پولیسو او امنیتي ځواکونو د شاه الماس پیر غرنۍ سیمه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د تښتول شویو پولیسو د ژغورلو لپاره د بریدګرو لټون روان دی.

بل لور ته، په دغه برید کې د وژل شوي پولیس سرتېري فیروز علي د جنازې لمونځ د هنګو د پولیسو په لیکو کې د دولتي مراسمو په ترڅ کې ادا شوی دی.

په مراسمو کې د هنګو د پولیسو مشر، د پاکستان پوځ او پولیسو لوړپوړو چارواکو او ګڼ شمېر سرتېرو ګډون کړی و.

د جنازې له مراسمو وروسته د نوموړي مړی د خښولو لپاره خپل پلرني کلي ابراهیم زۍ ته لېږدول شوی دی. په سیمه کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي او د لټون عملیات روان دي.