افغانستان او ازبکستان د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

0
40

د افغانستان او ازبکستان د ۸۰ سوداګریزو شرکتونو استازو په کابل کې د یوې ګډې غونډې پر مهال د ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو څخه د زیاتو په ارزښت ۱۸ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و، چې موخه یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو لپاره د فرصتونو موندل او په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا وه.

د یادې خونې ویاند احسان‌الله احسان ویلي، په غونډه کې د ۳۰ ازبکستاني او پاتې افغان شرکتونو په ګډون د ۸۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو ګډون کړی و.

د هغه په وینا، د لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو موضوعات د لېږد رالېږد، صادراتو او وارداتو، ودانیزو چارو، خوراکي توکو او د جامو صنعت برخې رانغاړي.

په غونډه کې ګډونوالو ازبکستاني سوداګرو هم له افغان سوداګرو سره د ګډو پانګونو او سوداګریزو همکاریو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند زیاته کړې، د لاسلیک شویو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو او پرمختګ د څارنې لپاره ځانګړی میکانېزم هم جوړ شوی، څو دغه هوکړې په رسمي سوداګریزو تړونونو او عملي پروژو بدلې شي.

د یادونې ده چې افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.