د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو په یوه خونړۍ پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو د پېښې له اصلي شکمن کس سره په تړاو د هغه په کور کې د دوو ښځو او یوه سړي مړي هم موندلي دي.
د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک ویلي، لومړنۍ نښې ښيي چې موندل شوي درې واړه کسان د بریدګر د کورنۍ غړي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، ۲۴ کلن پولنډي بریدګر د کراکوف ښار په تاریخي مرکزي بازار کې پر خلکو ډزې کړې دي. د هغه د نیولو پر مهال دوه پولیس هم ټپیان شوي دي. بریدګر د پولیسو له لوري تر ډزو وروسته ټپي شوی او بیا نیول شوی دی.
چارواکي وايي، شکمن کس د ښي اړخو سختدریځو افکارو تر اغېز لاندې و او د برید پر مهال یې له نیمهاتومات وسلې کار اخیستی دی.
دا پېښه په تېرو څو لسیزو کې په پولنډ کې د ډلهییزو ډزو له خونړیو پېښو څخه یوه بلل شوې ده.


