په بلوچستان کې د پوهنتون د زده‌کوونکو له خوا د ۲۰ کروړه روپیو غلا؛ تر شا یې څه کیسه پرته ده؟

0
43

د بلوچستان د لسبېلې ولسوالۍ په اوتھل سیمه کې د بانک د شاوخوا ۲۰ کروړه او ۲۰ لکو روپیو د لوټلو په تړاو پولیسو درې کسان نیولي او د نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې یې روانې ساتلې دي.

د پولیسو په وینا، دغه پېښه د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه شوې وه، چې شپږو وسله‌والو کسانو د امنیتي ځواکونو جامې اغوستې وې او په یوه موټر کې د اوتھل د نېشنل بانک ودانۍ ته ننوتلي وو.

د پېښې د دوسیې له مخې، یادو کسانو د بانک له کارکوونکو غوښتي وو چې مدیر ور وغواړي، څو د یوې مالي راکړې ورکړې په اړه پلټنې وکړي. خو له ننوتلو وروسته یې د بانک کارکوونکي او هلته موجود کسان یرغمل کړي، دوه پولیس سرتېري یې وهلي او یوه G3 وسله یې هم ترې اخیستې وه.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله‌والو ۲۰ کروړه او ۲۰ لکه روپۍ په شپږو بوجیو کې واچولې، د موټر په صندوق کې یې کېښودې او د بانک کارکوونکي یې د نغدو پیسو په خونه کې بند کړل او له سیمې وتښتېدل.

د پېښې پر مهال د اوتھل د پولیسو د تاڼې مشر یار محمد د وسله‌والو د نیولو لپاره ورپسې شوی و، خو د ډزو په تبادله کې سخت ټپي شو او د یوې سترګې لید یې له لاسه ورکړ. د پولیسو په وینا، وسله‌والو وروسته خپل موټر ته اور واچاوه، څو د ګوتو نښې او نور احتمالي شواهد له منځه یوسي.

د لسبېلې د پولیسو مشر نجیب الله پندراني ویلي، د پېښې په تور نیول شوی مرکزي کس د لسبېلې د سمندري علومو پوهنتون زده‌کوونکی و او د نورو تورنو کسانو په ډله کې هم د یاد پوهنتون اوسني او پخواني زده‌کوونکي شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دې پېښې په تړاو د تورنو کسانو عمرونه د ۲۵ او ۲۶ کلونو ترمنځ دي او د پېښې د پلان جوړولو اصلي مشري د مرکزي تورن کس پر غاړه وه.

پولیس وايي، د پلټنو پر مهال یې لومړی له خپلو باوري سرچینو معلومات راټول کړي او وروسته یې له تخنیکي وسایلو څخه ګټه اخیستې ده.

د پولیسو د پلټنو له مخې، د مرکزي تورن کس په بانکي حساب کې تر پېښې مخکې د لږو پیسو راکړې ورکړې کېدې، خو له غلا وروسته په دغه حساب کې د پام وړ بدلون راغلی و.

د لسبېلې د پولیسو مشر وايي، د تېرو ۱۸ میاشتو په اوږدو کې یې د یاد کس په بانکي حساب کې د ۱۷ کروړو روپیو د راکړې ورکړې څرک لګولی، چې په پایله کې یې نوموړی نیول شوی او د هغه د معلوماتو پر بنسټ دوه نور کسان هم نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا، تورنو کسانو د امنیتي ځواکونو جامې د یوې انلاین کمپنۍ له لارې ترلاسه کړې وې. دغه جامې یې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې اخیستې وې، څو د بانک ودانۍ ته له لږ مقاومت سره ننوځي.

همدارنګه، د پولیسو د معلوماتو له مخې، د یوه سیمه‌ییز سوداګر په بانکي حساب کې هم د غلا شویو پیسو شاوخوا دوه نیم کروړه روپۍ موندل شوې دي. پولیس وايي، سوداګر د دغو پیسو د ترلاسه کولو خبره منلې او څرګندونې یې د مجسټریټ مخې ته ثبت شوې دي.

د پلټنو پر مهال د څلورو کروړو روپیو په ارزښت موټرې او نور توکي هم ترلاسه شوي او د پاتې پیسو او شتمنیو د موندلو هڅې روانې دي. د تورنو کسانو د ګرځنده ټیلیفونونو معلومات هم د نورو تخنیکي څېړنو لپاره د پنجاب عدلي لابراتوار ته لېږل شوي دي.

د پولیسو په وینا، نیول شویو کسانو ته لومړی ۱۴ ورځنی فزیکي ریمانډ ورکړل شوی و، خو د نورو پلټنو لپاره د ریمانډ له اړتیا نه پاتې کېدو وروسته محکمې د پنجشنبې په ورځ هغوی زندان ته لېږلي دي.

پولیس وايي، په دې قضیه کې درې کسان نیول شوي او د پاتې دریو تورنو کسانو او د هغوی د احتمالي همکارانو د نیولو هڅې دوام لري. د نیول شویو کسانو د نظر اخیستل هم نه دي بریالي شوي.