د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د سرو زرو د څلورو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي

0
48

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې یې په کندوز، تخار او خوست ولایتونو کې د سرو زرو د څلورو کانونو د استخراج چارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو تړونونو ټولیز ارزښت نږدې ۱۰۹ میلیونه او ۸۶۸ زره امریکايي ډالره او ۸۰۲ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانۍ دی.

وزارت زیاتوي، چې د تړونونو له مخې به د کانونو د امتیاز او امتیازي حقونو له لارې د حکومت ونډه له ۳۰ تر ۶۰ سلنې پورې وي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دغو تړونونو موخه د سرو زرو د کانونو د استخراج معیاري کول، د کاري فرصتونو برابرول او په کانونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو هڅول دي.