د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د پولیسو او سرحدي ځواکونو (ایف سي) د دوو سرتېرو په ګډون څلور کسان تښتولي دي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، وسله والو د بېټني سبډویژن د حسین خېل غونډۍ پر سړک لاره تړلې وه او یو موټر یې تر درولو وروسته له سپرلیو سره بیولی دی.
سرچینې وايي، په تښتول شوو کسانو کې د پولیسو سرتېری شعبان، د ایف سي سرتېری نسیم او د موټر چلوونکی رحمان ګل شامل دي، خو د څلورم کس هویت لا نه دی څرګند شوی.
د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د بېټني قوم یو شمېر اوسېدونکي د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره راوتلي او پر بېلابېلو لارو یې څارنې او بندیزي پوستې جوړې کړې دي.
د پېښې له امله د سیمې اوسېدونکي اندېښمن دي. تر اوسه د تښتول شوو کسانو د برخلیک، د تښتونې د لامل او د هغوی د اوسني ځای په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
پولیسو او ضلعي ادارې هم تر اوسه د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.


