افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

0
21

د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت او د لوږې له جدي ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او د ژمي په رانږدې کېدو سره د دوی د ژوند ستونزې لا زیاتېدای شي.

دغه دفتر ټینګار کړی، چې بشري مرستې د اړمنو خلکو د ژوند ژغورلو لپاره مهمې دي؛ خو په وینا یې، د خلکو د اقتصادي وړتیاوو پیاوړتیا، د کار او عاید د سرچینو برابرول او اړینو بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی کولای شي له کورنیو سره مرسته وکړي، څو له راتلونکو ستونزو او ناڅاپي پېښو سره د مقابلې توان ولري.