د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پولې ته نږدې تازه نښتو د ملکي وګړو او بشري مرستو د کارکوونکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د تورخم په سیمه کې د نښتو پر مهال یو ځايي ماشوم وژل شوی او یو بشري مرستندوی کارکوونکی ټپي شوی دی، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کورنیو سره یې مرسته کوله.
دغه دفتر ویلي، د ناامنیو او ترینګلتیاوو سربېره، د ملګرو ملتونو ادارې او مرستندوی بنسټونه لا هم په سیمه کې فعالیت کوي او د پولې په اوږدو کې او نږدې لنډمهالو مرکزونو کې راستنېدونکو کورنیو ته مرستې رسوي.
د راپور له مخې، د روان کال له پیله د اکتوبر تر لومړیو پورې له ۶۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د تورخم له لارې افغانستان ته تګ راتګ کړی، چې له پاکستان څخه د بېرته ستنو شویو کسانو نږدې ۸۵ سلنه جوړوي.
اوچا خبرداری ورکړی، چې د پولې په اوږدو کې پرلهپسې نښتې د سیمې د اوسېدونکو، راستنېدونکو کورنیو او مرستندویه کارکوونکو خوندیتوب ګواښي. د دغه دفتر په وینا، پخوانیو نښتو هم د تورخم دروازه د لنډې مودې لپاره تړلې او ځینې مرستندویه چارې یې له خنډ سره مخ کړې دي.
اوچا له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو، د بشري مرستو د کارکوونکو او د هغوی د مرکزونو خوندیتوب ته پام وکړي او راستنېدونکو کورنیو ته د اړینو مرستو د ترلاسه کولو لپاره خوندي شرایط برابر کړي.


