د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کانګو د عامې روغتیا انسټیټیوټ د شمېرو پر بنسټ، په دغه هېواد کې د ایبولا ناروغۍ ۱۰ زره او ۶۰ پېښې ثبت شوې او ۴ زره او ۸۸۷ کسان ترې مړه شوي دي.
د راپور له مخې، د ناروغۍ اوسنۍ څپه د ایبولا د ویروس د بونډیبوجیو (Bundibugyo) په نوم د یوې نادرې بڼې له امله رامنځته شوې او د روان کال په مې میاشت کې اعلان شوې ده.
راپور زیاتوي، چې دا په کانګو کې د ایبولا تر ټولو لویه او مرګونې څپه بلل شوې، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د دغې ناروغۍ له خپرېدو هم پراخه شوې ده.
د راپور له مخې، کینیا او نایجریا هم په دې وروستیو کې د ایبولا پېښې ثبت کړې دي. یوګانډا بیا د مې او جون په میاشتو کې د دغې ناروغۍ ۲۰ پېښې ثبت کړې وې، چې ډېری یې له کانګو څخه ورغلې وې؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان په اګست کې په دغه هېواد کې د ناروغۍ د خپرېدو پای ته رسېدل اعلان کړل.
د یوګانډا د روغتیا وزیر ویلي، چې له کانګو څخه بېرته ستنېدونکي هغه وګړي به د ۲۱ ورځو لپاره قرنطین شي چې دغه هېواد ته یې سفر کړی وي.


