ټرمپ: د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام او هوکړې ترمنځ د انتخاب په اړه غور کوم

0
40
mockups-design.com

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران په اړه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او د بېلابېلو لارو په ارزولو بوخت دی.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي، چې اصلي پوښتنه ورته دا ده چې له ایران سره هوکړه وکړي او که بل ډول چلند ورسره غوره کړي.

نوموړي د هرمز تنګي په اړه هم ادعا کړې، چې امریکا پر دغه ستراتیژیک سمندري مسیر نفوذ لري او د ده په وینا، امریکا ترې ډېره ګټه ترلاسه کوي.

ټرمپ یوه ورځ وړاندې هم د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په اړه ویلي وو، چې ښايي دا موضوع پای ته ورسوي یا ایران یوې هوکړې ته غاړه کېږدي؛ خو زیاته کړې یې وه چې په هر حالت کې به امریکا بریالۍ وي.

هغه د پوځي اقدام په اړه د وروستۍ پرېکړې د وخت په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې پر موضوع غور روان دی او که د اقدام پرېکړه وکړي، نو مخکې به یې په اړه رسنیو ته معلومات ورنه کړي.

بل لور ته، د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف خبرداری ورکړی، چې که د ده په وینا، پر ایران تېری یا کوم پوځي اقدام وشي، تهران به یې په وړاندې داسې غبرګون وښيي چې تمه یې نه کېږي.