عابده رحمان؛ هغه لیکواله چې قلم یې د ولس په خدمت کې دی

0
66

لیکوال: شاه محمد مری | له اردو څخه پښتو ته ژباړه

زموږ اقتصادي، سیاسي او ټولنیز نظام فیوډالي او وروسته پاتې دی. دا داسې نظام دی چې د دولت، سردارانو او خپله ټولنې له خوا د بندیزونو، محدودیتونو او سختیو په کلکو پوښونو کې نغښتی دی. د دې نظام یوه بنسټیزه ځانګړنه دا ده چې په هره شېبه کې د انسان د شعور او تفکر ساه تنګوي.

فیوډالي نظام هر اړخیز، پر ځان بسیا او کلک جوړښت لري. دومره کلک چې په دې نظام کې ژوند کوونکي خلک، که وغواړي او که نه، تر ستوني پورې په کې ډوب وي. موږ د همدې نظام جامې اغوستې او په همدې رنګ رنګ شوي یو. ان هغه کسان، نظریې، فلسفې او سازمانونه هم چې د دې نظام د نړولو لپاره مبارزه کوي، په یوه نه یوه بڼه د هغه له رنګ او بوی اغېزمن شوي وي. یعنې هغه کسان چې د دې نظام له تنګسې څخه د خلاصون غوښتونکي دي او پر ضد یې مبارزه هم کوي، د هغوی نظریې، تګلارې او د مبارزې لارې چارې هم ډېرې لږ داسې وي چې د دې نظام له اغېزو پاکې پاتې شوې وي. د هغوی د فکر او تګلارې پر جامو یې داغونه خامخا لګېدلي وي؛ پر چا لږ او پر چا ډېر. یو څوک په یوه برخه کې ککړ شوی وي او بل په بله برخه کې.

په داسې کلکو او تنګ‌نظرو ټولنو کې هغه کسان چې د نظام پر ضد مبارزه کوي، خو بیا هم خپل فکر او عمل پاک ساتلی شي، بېشکه ډېر وړ او استثنايي انسانان وي. عابده رحمان هم له همدغو استثنايي انسانانو څخه یوه ده.

په حقیقت کې د دې ښځې پلار، عبدالرحمان، د خپل وخت او شرایطو له مخې روڼ‌اندی انسان و. هغه د پولیسو مامور و او د مردان د شیرګړ سیمې د هاتیان کلي اوسېدونکی یوسفزی و. عبدالرحمان په ځوانۍ کې بلوچستان ته راغی او د بلوچستان په پولیسو کې د دندې له امله همدلته پاتې شو. په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو کې یې دندې ترسره کړې. په دې توګه یې ټول عمر په بلوچستان کې تېر کړ او بیا یې هېڅکله مردان ته د ستنېدو فکر ونه کړ. عابده رحمان همدلته د ۱۹۷۷ کال د مارچ پر ۲۳مه نړۍ ته راغله.

بخت له عابدې سره ملګری و. د هغې پلار عبدالرحمان د نجونو د زده‌کړو او روزنې لېوالتیا لرله؛ له همدې امله یې عابده هم زده‌کړو ته وهڅوله. هغې په ۱۹۹۳ کال کې د لسم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې، په ۱۹۹۶ کال کې یې د دولسم ټولګي سند واخیست او په ۲۰۰۱ کال کې یې د بلوچستان د کرنې له کالج څخه د کرنې په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ. په ۲۰۰۴ کال کې یې د پښتو په څانګه کې د ماسټرۍ زده‌کړې هم بشپړې کړې.

څرنګه چې پښتو یې مورنۍ او ملي ژبه ده او په دې ژبه کې یې ماسټري هم کړې، نو د پښتو ولسي او کلاسیک ادب په اړه پراخه پوهه لري. پر اردو ژبه خو له وړاندې برلاسي ده. انګلیسي د لوړو زده‌کړو ژبه وه. پر دې سربېره، په براهوۍ او بلوڅۍ ژبو هم تر یوه بریده پوهېږي. په دې توګه له نوې پوهې سره سره د سیمې له کلتور او تاریخ سره هم ښه اشنايي لري.

عبدالرحمان د پراخ نظر خاوند و. خپلې لوڼې یې تر کالج او پوهنتون پورې لوستلې او د هغوی ودونه یې د خپلې خوښې له مخې پرېښودل. څرګنده ده چې دا کارونه یې د ټولنې او کورنۍ له مخالفتونو سره سره ترسره کول.

د بېلګې په توګه، عابده چې د اوو خویندو مشره ده، له ګډو زده‌کړو لرونکي کرنیز کالج څخه فارغه شوې او د اوولسمې درجې دولتي ماموره ده. عایشه هم له همدې ډول کالج څخه فارغه شوې او د اوولسمې درجې ماموره ده. عارفې د ټولنیزو چارو په برخه کې ماسټري کړې ده. عذرې د عامه ادارې په برخه کې ماسټري کړې او د ساینس مشره ښوونکې ده. بحرالحیا او فاتحې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو د علم په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړې او د ایم‌فل زده‌کړې کوي. بشرا د اقتصاد په برخه کې ماسټري کړې ده.

دا پولیس مامور نه یوازې خپله له سیاست سره لېوالتیا لرله، بلکې له خپلو اولادونو سره یې هم د سیاست په اړه خبرې کولې. د هغوی لپاره به یې نوې خبرې، مجلې، کتابونه او د بحث وړ موضوعات کور ته راوړل.

هغه خپلو اولادونو ته دومره ډاډ او خپلواکي ورکړې وه چې عابده به کتاب راواخیست، د رحمان بابا شعرونه به یې ورته لوستل او پلار به یې د شعرونو مانا او فکري ژورتیا ورته تشریح کوله. له خپلې لور سره به یې داسې خبرې کولې لکه له یوې ملګرې سره چې خبرې کوي. اوس نو په هغه کور کې چې د رحمان بابا د شعرونو مینه پکې خپره وي او د کور مشر یې پراخ‌نظری عبدالرحمان وي، د اولادونو پر شخصیت به یې خامخا ژور اغېز پرېښی وي.

خو له منظم سیاسي بهیر څخه د تېرېدو پرته د یوه فیوډالي ټولنې د ښاري وګړي روڼ‌اندیتوب هم د پام وړ موضوع ده. دا د منځنۍ طبقې داسې فکر وي چې په ټولنیزو چارو کې د ملا د تنګ‌نظرۍ مخالفت کوي، خو خپله بیا د دولت تر اغېز لاندې له بنسټپالنې سره تر ستوني پورې ډوب وي. د اشرافي ژوند هغه دود چې د نیل له سیند څخه تر کاشغر پورې د واک او برلاسۍ خوبونه ویني؛ د یهودانو او هندوانو د ځپلو هوډونه لري؛ او د داسې هټلر یا خمیني په څېر مشرانو غوښتونکي وي چې په پراخه کچه خلک په عامو میدانونو کې اعدام کړي.

د منځنۍ طبقې د داسې خلکو عجیبه ځانګړنه دا وي چې ملا ته بد رد وایي، خو په خپل دننه کې خپله سخت‌دریځه مذهبي فکر لري. د نوښت او عصري ژوند خبرې کوي، خو عصري ټکنالوژي او هغه جګړه‌مار ملايان چې له سعودي عربستان څخه یې مالي ملاتړ کېږي، د هغوی خدمت ته وړاندې کوي.

د عابدې رحمان او د هغې د کورنۍ نېکمرغي دا وه چې له مردانه وکوچېدل او یوې داسې سیمې ته راغلل چې ورته نااشنا وه. که وګورو، مردان هم یو کرنیز ځای دی چې له قبایلي جوړښت څخه راوتلی دی. د هغه سخت او بې‌رحمه فیوډالي نظام هم د ښارونو پراختیا، دندې او له لرې سیمو سره سوداګرۍ تر ډېره کمزوری کړی دی. خو له دې ټولو سره سره، فیوډالي نظام بیا هم فیوډالي نظام دی. د غیرت، نارینتوب، دود او رواج په نومونه لا هم ډېر څه نه دي پرېښودل شوي. له همدې امله له هغه ځایه د کورنۍ کډه کول، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، د برخلیک د بدلېدو په څېر وو.

په دې توګه، په کورنۍ کې د خپلوانو ترمنځ د ودونو دود پای ته ورسېد. په ځانګړي ډول په داسې لوستې او دنده‌لرونکې کورنۍ کې لکه د عابدې کورنۍ، د دې دود ختمېدل طبیعي خبره وه.

ګډو زده‌کړو او د نړۍ د لیدلو او پېژندلو فرصت دغو نجونو ته ډاډ او زړورتیا ورکړه. کشرې خور عایشې د خپل ژوند ملګری پخپله وټاکه. نړۍ که هر څومره بدله شوې وه، پلار یې بیا هم د عایشې پرېکړه ومنله او هماغه واده یې ورته وکړ.

عارفې هم خپله پرېکړه پخپله وکړه او پلار یې ملاتړ ورسره وکړ. بشرا هم د خپل ژوند ملګری پخپله وټاکه. پلار یې د زامنو د ودونو په اړه هم همدا چلند درلود.

د عابدې پلار په ۲۰۰۰ کال کې تقاعد شو. عابدې او عایشې د کور چارې پر مخ وړلې. د عاید د محدودیت او د لګښتونو د ډېروالي سره سره یې د کورنۍ چارې په ښه توګه سمبالولې. عایشې په ۲۰۱۳ کال کې واده وکړ، خو عابده لا هم «بې‌کوره» ده.

د عابدې مور مومنده وه. د دودیزو میندو په څېر یې له خپلو اولادونو سره مینه لرله، په ځانګړي ډول له زامنو سره. له همدې امله زه داسې انګېرم چې ښايي هغې هم د نورو دودیزو میندو په څېر لوڼې تر زامنو ټیټې ګڼلې وي.

د عابدې څلور واړه وروڼه او ټولې خویندې تر هغې کشران دي.

عابده د انسانانو ځینې ښې ځانګړنې لري. هغه ډېره خواخوږې انسانه ده، پر خپل فکر او نظریه ټینګه ولاړه ده او خپل هدف ته ژمنه ده. عابده د فکري مشرتابه ځانګړنې لري، خو په عین وخت کې د ډلې ښه غړې هم ده. د بحث او خبرو اترو پر مهال د توازن ساتلو پیاوړې وړتیا لري. له همدې امله په ولسواکۍ‌پالو سازمانونو کې فعاله او خوځنده غړې ده.

د ادب نړۍ ته د عابدې رحمان ننوتل

د عابدې رحمان ادبي نړۍ ته راتګ بې له شور او زوږ، بې له ډول او ډولۍ او بې له تبلیغاتو وشو. هغې د ځان د شهرت لپاره هېڅ شورماشور جوړ نه کړ، خو کله چې یې «یوازې یو پل» ناول خپور شو، نو نړۍ خبره شوه چې د قلم ګل بي‌بي د مهر دار غره له څوکې څخه درې ته راڅرګنده شوې ده.

له هغه وروسته نه هغه سسته شوه، نه یې شاته وکتل، نه یې له لوستلو وړ کوم جدي کتاب څخه ځان بې‌نیازه وګاڼه او نه یې د قلم رنګ وچېدو ته پرېښود. هغه د پوهې او شعور نړۍ ته داسې ورمخه کړه، لکه یو بې‌ځمکې بزګر چې په زوړ عمر کې د ځمکې یوه ټوټه ترلاسه کړي؛ داسې چې د هر هغه څه د کرلو ښکلی فرصت ورته برابر شي چې پخوا یې یوازې په خیال کې لیدل. یا لکه یو خوځنده کارګر چې د کارګرانو اتحادیه ترلاسه کړي.

ناول وي، لنډه کیسه وي، فلسفه وي او که اقتصاد؛ هغې لوستل او لیکل روان وساتل. ژباړې یې وکړې، د کتابونو کره کتنې یې ولیکلې، د علمي غونډو او سیمینارونو په اړه یې د سفرلیکونو په څېر راپورونه ولیکل، علمي مقالې یې ولیکلې او ګڼې نورې لیکنې یې هم وکړې. ان د شاعرۍ هڅه یې هم وکړه.

دا ښځه د خپلې پراخې او نه محدودېدونکې تخلیقي وړتیا د مهارولو په برخه کې تل له ستونزې سره مخ وه. خو طبیعت ورسره مهرباني کړې وه؛ ځکه د هغې هر اثر د دلیل او مشاهدې په درنو جامو کې راڅرګند شوی دی.

د عابدې لیکنې یوازې د هغې د ذهن د تشولو وسیله نه ده او نه هم یوازې د هغې په حاصلخېز ذهن کې د تخلیق د هوسۍ د نازولو هڅه ده؛ بلکې هغې له هر ادبي ژانر سره انصاف کړی دی. په لیکنو کې یې د مشاهدې کمزوري نه وینئ، د منظرې په انځورولو کې یې بخل نه تر سترګو کېږي او کرکټرونه یې خپل توازن نه بایلي. هره جمله یې په غور او فکر لیکل شوې او هر خیال یې د فکري بهیر له پړاوونو تېر شوی دی.

د عابدې د مطالعې عادت هم ځانګړی دی. لومړی خو په چټکۍ کتابونه لولي، ورپسې بله وړتیا یې دا ده چې د چټکې مطالعې ترلاسه شوې پوهه په ښه توګه جذبوي. د پوهې د هضم ستونزه نه لري؛ له همدې امله د لوستلو له لارې ترلاسه شوې ګټوره پوهه د خپلې حافظې په زېرمتون کې ساتي.

عابده یوازې د وخت تېرولو لپاره کتابونه نه لولي، بلکې د ځانګړو او له مخکې ټاکل شویو موضوعاتو په اړه ټاکلي کتابونه لولي. تل هڅه کوي چې له خپلو ملګرو څخه د ښو کتابونو د ترلاسه کولو لارې ومومي.

له دې مطالعې څخه په پراخه کچه ګټه اخلي؛ ځکه د هغې پیاوړې حافظه، چې لیکوال یې له یوې بې‌سارې کمپیوټري زېرمې سره تشبیه کوي، د دې کار په برخه کې ورسره ډېره مرسته کوي.

د هغې مطالعه ښه ده، خو د مطالعې لپاره د کتابونو ټاکنه یې تر دې هم غوره ده. هغه داسې تاریخي مواد لولي چې تاریخ د تاریخي مادي‌پالنې له لیدلوري څېړي. د نړۍ خوځښت، لوری او چټکتیا د جدلیاتي قوانینو تابع ګڼي او د همدې لیدلوري اړوند آثار مطالعه کوي. نړیوال کلاسیک ادبیات یې په پراخه کچه لوستي او د انقلابونو تاریخ یې د خوښې موضوع ده.

زموږ دا پوهه ښځه د طبقې له لیدلوري فکر کوي. پېښې، شیان او د هغوی لاملونه د جدلیاتي تله پرې تلي. د ښځو ټیټ ټولنیز مقام هم د استحصالي طبقاتي نظام له لیدلوري څېړي. له همدې امله له بورژوا فېمینیزم څخه ډېره لرې ده.

هغه د ښځو ټیټ ټولنیز مقام د کارګرانو او زیارکښانو له سپکاوي او محکومیت څخه جلا نه ګڼي. له همدې امله د ښځو د خلاصون مبارزه د بزګرانو او کارګرانو د ازادۍ له مبارزې سره تړلې ساتي؛ نه یوازې په خپلو لیکنو کې، بلکې په سازماني فعالیتونو کې هم.

د بلوچستان د پوهه‌والو ښځو په منځ کې عابده رحمان تر اوسه هغه ځانګړې ښځه ده چې د لیکوال د نظر له مخې، په فکر کې یې روښانتیا او څرګندوالی ډېر پیاوړی دی. د هغې تګلاره علمي ده. نېکۍ لیکي، د خیر او ښېګڼې تبلیغ کوي او یووالي، ورورولۍ او خواخوږۍ ته وده ورکوي. د هغې قلم د ټولنیز نظم، قانون، عدالت، انصاف، زغم او پراخ‌نظرۍ ملاتړ کوي.

د هغې د لیکنو په بنسټ کې مادي‌پالنه په ټینګه لیدل کېږي. عابده هېڅکله د شعارونو په هغه توند او تلپاتې سیلاب کې نه ورکېږي چې هر وخت یې په ټولنه کې غږ پورته کېږي. د هغې قلم هېڅکله خپل طبقاتي لیدلوری نه دی پرېښی. د فکر دا روښانتیا یوه لویه شتمني ده چې د ډېرو لږو لیکوالانو په برخه کېږي.

د هغې بله ځانګړنه دا ده چې خپله پوهه او قلم د خلکو د تنظیمولو او یووالي لپاره کاروي. هغه د روڼ‌اندو ادبي او سیاسي سازمانونو له فعالو غړو او مشرانو څخه ده. عابده رحمان له کلونو راهیسې له «سنګت اکاډمۍ اف ساینسز» سره تړلې ده. هغه د «سموراجه وند موومنټ»، «دزګھار» او «سنګت وېمن فیکلټي» له بنسټګرو څخه ده. په دوامداره توګه هڅه کوي چې وروسته پاتې طبقات، په ځانګړي ډول ښځې، باخبره او منظمې کړي.

هغې شاعري هم کړې ده. که څه هم شاعري یې ډېره نه ده، خو ښه شاعري یې کړې ده. په ځانګړي ډول د هغې نظمونه د لوستلو وړ دي.

پر دې سربېره، هغه د کتابونو کره کتنې په خورا ښکلي سبک لیکي. زما اټکل دا دی چې تر اوسه یې د څلوېښتو یا پنځوسو کتابونو په اړه کره کتنې لیکلې دي. سبک یې بېخي نوی دی. ژبه، لهجه او د لیکنې طرز یې په هره کره کتنه کې توپیر لري. ان د کره کتنو سرلیکونه هم پخپله ټاکي او هغه هم په زړه پورې سرلیکونه وي.

د هغې کره کتنه یوازې د یوه کتاب ارزونه نه وه، بلکې د تخلیق یوه جلا بڼه خپلوي. کله د خوب د بیان په څېر ټول کتاب تشریح کړي، کله د هماغه کتاب د سفرلیک بڼه خپله کړي او کله بیا د بیان کومه بله لطیفه او نرمه لاره غوره کړي.

زه سپارښتنه کوم چې د کتابونو په اړه د هغې دا ټولې کره کتنې دې د یوه کتاب په بڼه چاپ شي. دا لیکنې د «سنګت» په میاشتنۍ مجله کې خپرې شوې او پراخ هرکلی یې شوی دی.

هغې د اوږدې مودې لپاره د «سنګت» مجلې په اړه هم کره کتنې لیکلې دي. دا داسې ژورې او دقیقه‌کتونکې ارزونې دي چې د مجلې په لا ښه کېدو کې یې مهمه مرسته کړې ده.

عابده رحمان د روڼ‌اندو ادبي او سیاسي ټولنو د غونډو، پروګرامونو او فعالیتونو راپورونه هم په خپل ځانګړي او ښکلي سبک لیکي. دا راپورونه د سنګت اکاډمۍ، بلوچستان سنډې پارټۍ، سموراجه وند تحریک او دزګھار د غونډو، سیمینارونو او کنفرانسونو په اړه وي.

د هغې په لیکنو کې یو ډول تکرار نه تر سترګو کېږي. هر ځل خپل سبک او د لیکلو طرز بدلوي. کله د پنجابۍ ژبې تر اغېز لاندې لهجه کاروي او کله بیا د کوټې ځانګړې اردو په پوره مهارت لیکي. د دغو سازمانونو د غونډو او فعالیتونو د راپورونو په لیکلو کې ډېر زیار باسي. لیکنې یې خوندورې، رنګینې، لږ څه طنزي او له نوښت څخه ډکې وي.

هغې ژباړې هم کړې دي. په دې برخه کې یې تر ټولو مهم کار د کرشن چندر د نړیوال شهرت لرونکي ناول «غدار» پښتو ته ژباړل دي. دغه ناول یې د اصلي اثر له روحیې سره سم ژباړلی دی. لکه څنګه چې ناول په ساده ژبه لیکل شوی، ژباړونکې هم روانه او عام‌فهمه پښتو کارولې ده. دا ژباړل شوی کتاب د سنګت اکاډمۍ له خوا چاپ شوی او د لوستونکو خوښي یې ترلاسه کړې ده.

پر دې سربېره، هغې د ښځو په اړه د کلارا زېټکین او لینن ترمنځ د خبرو اترو پر بنسټ یو کتابګوټی هم پښتو ته ژباړلی دی، چې لا یې د چاپ پړاوونه نه دي بشپړ شوي.

همدارنګه، په براهوۍ ژبه هم ښه پوهه لري. هغې دومره لوی ګام اخیستی چې د براهوۍ شاعرۍ منظومه ژباړه یې هم پیل کړې ده.

د عابدې لنډې کیسې په ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوې او هرکلی یې شوی دی. د «سنګت» میاشتنۍ مجله خو د هغې د فکري ملګرو کورنۍ مجله ده؛ نو ځکه یې لیکنې په دې مجله کې په پرله‌پسې توګه خپرې شوې دي.

د عابدې رحمان لنډې کیسې د روڼ‌اندۍ او پراخ‌نظرۍ په عطرونو معطرې دي. هغې له کورنیو او شخصي موضوعاتو څخه نیولې تر نړیوال ترهګرۍ پورې، که هغه اقتصادي وي او که پوځي، د انسانانو د ژوند پر بېلابېلو موضوعاتو لیکنې کړې دي.

هغې په خپلو کیسو کې د ټولنیز عدالت، د جنسیتونو ترمنځ د برابرۍ او د طبقاتي مساواتو د اړتیا خبرې کړې دي؛ خو داسې یې کړي چې هنري او ښکلايیز اړخونه یې له پامه نه دي غورځولي. په کیسو کې یې ویناوې او تبلیغ نه وي؛ بلکې کرکټرونه کیسه مخته وړي. د هغې د کیسو پایونه عموماً د لوستونکي لپاره د فکر او زده‌کړې وړ وي.

د هغې د لنډو کیسو ټولګه د «باران څاڅکي» تر سرلیک لاندې د چاپ په درشل کې ده. ما یې لاسوند لوستی دی. په دې کتاب کې شپاړس لنډې کیسې شاملې دي:

د حاجي زوی حاجي

د ښیښې نانځکه

د باران څاڅکي

د سفر دوړې

خیرنه لوپټه

د موسکا څو ذرې

شنډه

اووم نمبر

له اوبو پاتې کب

د غڼې جال

د پلور لپاره

د ژېړو پاڼو ځنګل

زه ګرو، زما بدن ګرو

امر بېل

ماهکان

سیوری

د هغې په کیسو کې درنې او پېچلې کلمې او سختې جملې نه وي. هغه د عادي خلکو د ژوند په اړه لیکي؛ د هغو موضوعاتو په اړه چې د خلکو له ورځني ژوند سره تړاو لري. نه د خپل ذات پر صلیب بار شوې د غرونو څوکو ته خېژي او نه د متن غلامي کوي.

څرګنده ده چې کله یوه لیکواله خپل کتاب د چاپ لپاره لېږي، نو د لوستونکو لپاره یې هم لیکي. لوستونکی هغه وخت د لیکوال اثر لولي چې په کې د خپلې لېوالتیا وړ څه ومومي؛ داسې موضوع، تجربه، مشاهده، مطالعه یا پایله چې د لوستونکي لپاره هم ګټوره وي.

هغې په خپلو کیسو کې دا هم ښودلې چې د ګوادر کب نیوونکی د بهرنیو ټرالرونو له امله بې‌روزګاره کېږي. کله چې د کارګرانو اتحادیه او طبقاتي سیاسي ګوند نه وي او کب نیوونکی د خپلې ستونزې لپاره بله حل‌لاره ونه ویني، نو ټرالر ته اور اچوي. همدارنګه دا هم څرګندوي چې که د انسانانو د وړتیاوو د ودې مخه ونه نیول شي، نو د بشر د ښېګڼې چارې به په اسانه او چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي.

عابده د خپلو لوستونکو ډله هم پخپله ټاکي. هغه د ټیټې منځنۍ طبقې د خلکو لپاره لیکي، یا د هغو پوهانو او سیاسي فعالانو لپاره چې د «هر څه سم دي» په فکر کې نه وي. رښتیا هم، د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د بلوچستان لپاره همدا ډول لیکنې ډېر ارزښت لري.

هره ټولنه یوه داسې پټه نړۍ هم لري چې له عامې ټولنې څخه پکې د شیانو نومونه، اصطلاحات، محاورې او استعارې پټې ساتل کېږي. دا هغه څه دي چې عامه ټولنه ورسره اشنا نه وي او د دودیزې «شرافت» له تصور سره په ټکر کې راځي.

د دې پټې نړۍ دروازې ته یوازې هغه کسان په ډاډه زړه ورځي چې ټولنه یې له دودیزو معیارونو څخه وتلي یا سرغړونکي ګڼي. عابده کله ناکله د «منع شوو موضوعاتو» ډګر ته هم ورننوځي. ما د هغې دغه ډول کیسې په پای کې ولوستې، ځکه وېره مې لرله چې ښايي د کیسې حق ادا نه کړای شي.

خو زموږ دې کیسه‌لیکونکې د «باران څاڅکي» په نوم لنډه کیسه کې د هماغې پټې نړۍ د فلسفې نچوړ لیکلی او تر یوه بریده په دې کار کې بریالۍ شوې ده. هغه نړۍ چې پاچایان یې ډایسن کارټر، منټو او ساحر وي، هلته قدم ایښودل هم زړورتیا غواړي. عابده زړوره انسانه ده.

د هغې د کیسو کرکټرونه هم عموماً د هغې د لوستونکو په څېر د منځنۍ طبقې لوستي خلک وي. په دې حالت کې دا وېره شته چې د ښاري منځنۍ طبقې فکر به د لیکوالې پر لیکنو اغېز وکړي. خو د عابدې کمال دا دی چې د منځنۍ طبقې د خیالي او بې‌بنسټه رومانویت تر اغېز لاندې نه راځي.

بله مهمه خبره دا ده چې عابده رحمان په اردو ژبه لیکل کوي. نو طبیعي ده چې د هغې په لیکنو کې د اردو ژبې له خپل ټولنیز او تاریخي شالید سره تړلي اغېزونه هم موجود وي. په دې ژبه کې له کلیوالو سیمو سره بې‌اړیکي او له ښاري کارګرې طبقې سره بې‌پروايي له مهمو ځانګړنو څخه دي. کله ناکله د هغې په کیسو کې هم د دې اغېزو نښې احساسوو.

څومره به ښه وای که د هغې د لیکنو اوبه، خاوره، بڼه او جوړښت په بشپړه توګه د بلوچستان له خپلې خاورې څخه اخیستل شوي وای.

د پانګوالۍ نړۍ ډېره زړه‌راښکونکې، غولوونکې او انسان مغشوشوونکې ده. د خلکو د پام اړولو او فکرونو د ګډوډولو لپاره هره شېبه یوه نوې نظریه، نوې اصطلاح او نوې موضوع بازار ته وړاندې کېږي او په بدل کې ګومارل شوي پوهان هڅول کېږي چې پر هغې ورټوپ کړي، وڅېړي او بحث پرې وکړي.

په دې بهیر کې ان ځینې ناپخې خو رښتینې فکري هڅې کوونکي کسان هم له طبقاتي تضاد څخه لرې موضوعاتو ته مخه کوي. که په ټولنه کې د کارګرې طبقې خوځښت هم موجود نه وي، نو د خپل فکر او دریځ ساتل لا سختېږي.

کله د فرعي طبقو نظریه په ښکلي سینګار راڅرګندېږي، کله د بې‌هدفه‌والي په جامو کې وجودیت او ماډرنېزم وړاندې کېږي. که څوک د کولو لپاره کار ونه لري، نو د بې‌موخې‌توب ګڼ نقابونه اغوستل ورته اسانه وي.

د ډېرو ځوانو پوهانو په څېر، عابده رحمان هم له دې ننګونې سره مخ ده چې څنګه د ظاهري ځلا او تش شور پروا ونه کړي او د خلکو د خلاصون د منزل پر څراغ خپل پام متمرکز وساتي.

ژوره مطالعه، له ټیټو طبقو سره نږدې اړیکې او یو ښه، باوقاره سازمان هغه څه دي چې د دې سپېڅلې ژمنتیا د دوام او پاکوالي ضمانت کوي.

هیله ده چې د عابدې رحمان په قلم کې برکت، په لیکنو کې اغېز او له خلکو سره په تړاو او ژمنتیا کې یې ثبات او استقامت وي!