د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پلټنیز عملیاتو پر مهال پر پولیسو د ډزو له امله د ترهګرۍ ضد څانګې (سيټيډي) د مرستیال مشر عمران الدین په ګډون څلور پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پېښه د کرک ولسوالۍ د خرم محمدزي سیمې په چرپرا سیمه کې هغه مهال شوې، چې پولیسو د وسلهوالو د شتون د معلوماتو پر بنسټ پلټنیز عملیات کول.
په وژل شویو کې د لتمَر تاڼې مشر افضل اعوان او دوه پولیس سرتېري امجد او کاظم هم شامل دي.
د پولیسو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې عملیات لا هم روان دي. د وژل شوي تاڼې مشر مړی د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.


