اڅکزی: که محکمې انصاف ونه کړي، د سړکونو پرېکړې به خطرناکې وي

0
56

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر واکمني او بېړني حالت لګول غیرقانوني او دیموکراتیک اصولو خلاف دي.

نوموړي دا څرګندونې په پېښور عالي محکمه کې په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر واکمنۍ او بېړني حالت د پرېکړې د ننګولو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

اڅکزي ویلي، دوی غواړي چې سیاسي پرېکړې د محکمو له لارې وشي، خو که محکمې خپل مسوولیت ادا نه کړي، ښايي پرېکړې په سړکونو وشي او پایلې یې لا خطرناکې وي.

هغه زیاته کړې، پاکستان د بېلابېلو قومونو ګډ فدرالي هېواد دی او هېڅ قوم پر بل د بادارۍ حق نه لري. د نوموړي په وینا، د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون د هېواد د خلکو ترمنځ ټولنیز تړون دی، خو دیموکراتیک ضد ځواکونه یې په عملي کېدو کې خنډونه جوړوي.

اڅکزي د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ اتمې ټاکنو ته په اشارې ویلي، د عمران خان ګوند په ټاکنو کې بریالی شوی و، خو د نوموړي په وینا، د ټاکنیز بهیر پر مهال د دې ګوند له حقونو سره ناسم چلند وشو او ټاکنیز نښان ترې واخیستل شو. هغه په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر واکمني د خلکو د رایو پر وړاندې وروستی ګام بللی دی.

نوموړي پر امنیتي ځواکونو او حکومت هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د سوله‌ییزو لاریونونو پر مهال پر مظاهره‌چیانو ډزې شوې او خلک وژل شوي دي. هغه له قاضیانو، سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو غوښتي چې د اساسي قانون، دیموکراسۍ او بنسټیزو حقونو د ساتنې لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

محمود خان اڅکزي ټینګار کړی چې له هېڅ سیاسي ګوند یا مشر سره شخصي دښمني نه لري او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر ځای د سوله‌ییزې سیاسي مبارزې ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د تحریک تحفظِ آئین پاکستان نورو مشرانو، علامه راجه ناصر عباس، بیرسټر ګوهر خان او سلمان اکرم راجه هم د محکمې پر وړاندې د یادې پرېکړې د ننګولو په بهیر کې ګډون درلود.