د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د روانې اونۍ پر مهال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د دغې ناروغۍ د پېښو شمېر ۴۲ ته لوړ شوی دی.
د یاد سازمان د ختیځې مدیترانې سیمهییز دفتر د معلوماتو له مخې، له نویو پېښو څخه درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه د کابل په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
روغتیايي متخصصان وايي، د پولیو د نوو پېښو زیاتوالی ښيي چې د واکسین لګولو هڅې باید پراخې او چټکې شي او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.
د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر غلام حیدر رفیقي، چې پخوا یې په افغانستان کې له یونیسف او د روغتیا له نړیوال سازمان سره کار کړی، وايي، د پولیو د مخنیوي لپاره باید ماشومان د واکسین ټول پړاوونه بشپړ کړي.
نوموړی د واکسین ترڅنګ د پاکو اوبو برابرول او د روغتیايي ساتنې د اصولو مراعتول هم اړین بولي. د هغه په وینا، ککړې اوبه او ناسم روغتیايي شرایط د ویروس د خپرېدو زمینه برابرولای شي.
پولیو د ماشومانو یوه ساري ناروغي ده چې د بدن د غړو د فلج کېدو لامل کېدای شي. د دې ناروغۍ لپاره ځانګړې درملنه نشته، خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ټولې ۴۸ پېښې ثبت شوې دي، چې ۴۲ یې په افغانستان او شپږ یې په پاکستان کې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هغه هېوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس لا هم پکې له منځه نه دی وړل شوی.


