محسن رضايي: ایران تر تېرو جګړو لا ویجاړوونکی پوځي پلان لري

0
61

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو د احتمالي نوې جګړې لپاره تر تېرو ۱۲ ورځنۍ او ۴۰ ورځنۍ جګړو لا ویجاړوونکی پوځي پلان چمتو کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، رضايي د یکشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، د امریکايي او اسراییلي چارواکو پرله‌پسې ګواښونه د جګړې په ډګر کې واقعیتونه نه شي بدلولای.

نوموړي زیاته کړې، د ایران نوی پوځي پلان به د هغو تګلارو له مخې نه عملي کېږي چې مقابل لوری ورسره بلد دی.