فیصل کریم کنډي: د خيبر پښتونخوا معدني زېرمې به راوباسو او وبه یې پلورو

0
63

د خيبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وايي، د صوبې د پرمختګ او له طبیعي زېرمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي او د کانونو زېرمې باید راواېستل او وپلورل شي.

نوموړي په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، د تېر حکومت ځینې تښتېدلي کسان د پولې هغې غاړې ته ناست دي او خلک د حکومت پر ضد هڅوي.

د هغه په وینا، د خيبر پښتونخوا د پخواني حکومت پرېکړې په اسلام‌اباد کې نه، بلکې په کابل او کندهار کې کېدې.

فیصل کریم کنډي ادعا کړې چې په صوبه کې وسله‌وال کسان بېرته مېشت کړل شوي وو، چې اوس یې یو ځل بیا وسلې اخیستې دي. نوموړي زیاته کړې چې له افغانستان څخه کسان راوستل شوي او په خيبر پښتونخوا کې مېشت کړل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا والي ټینګار کړی چې په صوبه کې د سولې او امنیت پر ټینګښت به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. د هغه په خبره، د پاکستان د دولت پر ضد د وسلو پورته کوونکو پر وړاندې به مبارزه کېږي او له هغو کسانو سره باید قانوني چلند وشي چې د پاکستان اساسي قانون او قوانین نه مني.

هغه همداراز ویلي، په بلوچستان کې هم د بلوڅو ازادي‌غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملیات روان دي.

د مولانا فضل الرحمن پر څرګندونو نیوکه

فیصل کریم کنډي د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن د هغه دریځ په اړه، چې په خيبر پښتونخوا کې یې د والي د واکمنۍ د پلي کېدو په اړه څرګندونې کړې وې، ویلي چې له نوموړي سره موافق نه دی.

د کنډي په وینا، مولانا فضل الرحمن ویلي چې په خپله سیمه کې په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولای او د صوبې حکومت د امن او نظم په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.

خو د خيبر پښتونخوا والي ویلي، دا خبره سمه نه ده چې ګواکې صوبايي حکومت د امن او نظم د ټینګښت لپاره هڅې نه کوي.

هغه زیاته کړې چې د مولانا فضل الرحمن له وینا څخه ناهیلی شوی دی. د کنډي په خبره، مولانا پخوا ویل چې له ده پرته نه حکومت جوړېدای شي او نه چلول کېدای شي، خو ده ویلي چې په خيبر پښتونخوا کې له مولانا پرته هم حکومت جوړ شوی او خپل کار ته به دوام ورکړي.

د کانونو د زېرمو د راایستلو لپاره د پانګونې غوښتنه

فیصل کریم کنډي له مولانا فضل الرحمن څخه د لکي مروت، ټانک او بنو د غرونو او معدني زېرمو په اړه هم پوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د صوبې د پرمختګ لپاره باید له شته طبیعي سرچینو څخه ګټه واخیستل شي.

هغه ټینګار کړی چې د خيبر پښتونخوا خلک سوله، سوکالي او پرمختګ غواړي او د کانونو د زېرمو راایستل او پلورل د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.

د نوموړي په وینا، بهرني شرکتونه، پاکستاني شرکتونه او د خيبر پښتونخوا حکومت کولای شي په ګډو پروژو کې پانګونه وکړي.

فیصل کریم کنډي مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې چې د صوبې د سولې او سوکالۍ لپاره له دوی سره همکاري وکړي. هغه ویلي، له هغو کسانو سره به یوځای کار وکړي چې د پرمختګ لپاره هڅې کوي.