د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د عوامي نېشنل ګوند له مشر ایمل ولي خان سره د چارسدې په ولي باغ کې لیدلي او د صوبې پر امنیتي وضعیت، سیاسي چارو او پرمختګ یې خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال د ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین، عمومي منشي حسین شاه یوسفزی، پخوانی صوبايي وزیر سردار حسین بابک او یو شمېر نور مشران هم حاضر وو.
فیصل کریم کنډي ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د سولې ټینګښت د دوی لومړیتوب دی او د امنیت او پرمختګ لپاره حکومت او سیاسي ګوندونه باید ګډ کار وکړي.
نوموړي له سیاسي مشرانو غوښتي چې په دې برخه کې له حکومت سره خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړي.
د راپور له مخې، دواړو لوریو د صوبې د مهمو ستونزو د حل لپاره پر ګډ کار هم هوکړه کړې ده.


