بلوچستان کې ۲۰ پولیس سرتېري د وسله‌والو له لوري تښتول شوي

0
64

د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په ګورګینه سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو د مسافرو یوه لېږدوونکې وین درولې او ۲۰ پولیس سرتېري یې له ځان سره بیولي دي.

د اردو نیوز د راپور له مخې، دغه سرتېري د قلات په روزنیز مرکز کې پر روزنه بوخت وو او د اونیزې رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو.

د پولیسو یوې لوړپوړي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، پېښه د جمعې په ورځ د مستونګ اړوند سیمه کې پر هغه تړونکي سړک شوې چې قلات او مستونګ له نوشکي سره نښلوي.

د نوموړي په وینا، پر موټرسایکلونو سپرو وسله‌والو وین درولې او موټرچلوونکی، پولیس سرتېري او نور سپاره یې له ځان سره بیولي وو. خو وروسته یې موټرچلوونکی او درې ملکي سپاره بېرته خوشې کړي او ۲۰ پولیس سرتېري یې نامعلوم لوري ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د تښتول شویو سرتېرو له ډلې اته د خاران، پنځه د نوشکي، څلور د چاغي او درې د واشک ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

یاد سرتېري پخوا د لېویز ځواک غړي وو او د پولیسو او لېویز ځواکونو له یوځای کېدو وروسته د پولیسو په لیکو کې شامل شوي وو. هغوی د قلات په روزنیز مرکز کې د روزنې دوره بشپړوله.

تر اوسه د پېښې په اړه د بلوچستان حکومت یا پولیسو رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د رخشان څانګې کمېشنر اسدالله کاکړ هم یوه ورځ مخکې په خاران کې له موټرچلوونکي او موټر سره یوځای تښتول شوی و.