سعودي عرب کې د مکې په یوه جومات کې د ناروا کړنې په تور دوه بنګله‌دېشیان اعدام شوي

0
62

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د مکې په یوه جومات کې د ناروا کړنې په تور یو بنګله‌دېشی سړی او یوه ښځه اعدام شوي دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، نذرالاسلام عبدالبصیر او سیتي اختر د جومات دننه د ناروا کړنې په تور نیول شوي وو او محکمې پرې د اعدام سزا اورولې وه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دواړو کسانو د اعدام سزا له لوړې محکمې له تأیید او د شاهي حکم له صادرېدو وروسته، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۱۴مه عملي شوې ده.

سعودي چارواکو د ادعا شوې کړنې د څرنګوالي، د پېښې د وخت او د محکمې د لومړنۍ پرېکړې په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.