بلوچستان کې دوو ترافیکي پېښو ۱۳ کسان مړه او تر ۲۰ ډېر ټپیان کړي

0
53
mockups-design.com

د بلوچستان په کچي ولسوالۍ کې د کوټې او سبي ترمنځ پر لویه لار په دوو ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د اردو نیوز د راپور له مخې، لومړۍ پېښه د مچ سیمې ته څېرمه د زمیندار هوټل په سیمه کې هغه مهال وشوه، چې دوه مزدا موټرونه سره وجنګېدل او ورپسې له کوټې څخه سبي ته روانه یوه مسافر وړونکې موټر هم ورسره ټکر شو. د ټکر له امله مسافر وړونکی موټر له پله لاندې کندې ته ولوېد.

د مچ پولیسو د مرستیال مشر اکبر بګټي ویلي، په دې پېښه کې نهه کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د مړو او ټپیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د راپور له مخې، په سیمه‌ییز روغتون کې د درملنې د محدودو امکاناتو او د امبولانسونو د کمښت له امله، ځايي خلکو پیسې راټولې کړې او ټپیان یې په شخصي موټرو کې کوټې ته ولېږدول.

دویمه پېښه د کچي ولسوالۍ د ډاډر سیمې ته څېرمه شوې، چې پکې له کوټې څخه سبي ته روان یو موټر له مزدا سره ټکر کړی دی. د ډاډر پولیسو د مشر ارشاد علي په وینا، په دې پېښه کې څلور کسان، چې یوه کورنۍ غړي وو، مړه او یو بل کس ټپي شوی دی.

د پېښو له امله د سیمې د روغتیايي اسانتیاوو او د امبولانسونو د نشتوالي په اړه پر ټولنیزو رسنیو نیوکې هم شوې دي.