پاکستان سریلانکا ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

0
65

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې د راولپنډۍ په لوبغالي کې د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د شپږو وېکټو په زیان په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

سریلانکا لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اتو وېکټو په له لاسه ورکولو ۱۸۲ منډې جوړې کړې. پاکستان ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د شپږو وېکټو په زیان پوره کړ.

د پاکستان د توپوهنې په برخه کې د لوبډلمشر صاحبزاده فرحان ۸۹ منډې تر ټولو ډېرې وې. هغه ۱۰ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. معاذ صداقت ۵۰ منډې جوړې کړې او فخر زمان ۲۱ منډې وکړې.

د سریلانکا له لوري ایشان ملینګا او مهیش تیکشانا دوه ـ دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې د سریلانکا لپاره لاهېرو اودارا ۹۱ منډې جوړې کړې. هغه ۱۱ څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله. کامېندو مېنډس ۲۳ او داسون شناکا ۱۸ منډې وکړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې نسیم شاه درې او محمد عمران دوه وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې صایم ایوب، رضاالله او شاداب خان یوه ـ یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د دې بریا په پایله کې پاکستان د درې شل اوریزو لوبو په لړۍ کې له سریلانکا څخه د ۰-۱ مخکښ شو.