روسیه غواړي افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان له سیمه‌ییزو همکاریو سره بېرته یوځای شي

0
53

د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو ویلي، مسکو غواړي افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان له لارې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې او همکارۍ بېرته پیاوړې کړي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس «تاس» د راپور له مخې، شویګو دغه څرګندونې په مسکو کې د افغانستان د اوسني حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

شویګو ویلي، د افغانستان بېرته له سیمه‌ییزو او نړیوالو اړیکو سره نښلول او په سوداګریزو، لېږد رالېږد او انرژۍ پروژو کې د دغه هېواد ونډه اخیستل د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او شانګهای همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو بېرته فعالول د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام کېدای شي. هغه همداراز ویلي، مسکو چمتو دی چې له کابل سره د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

د روسیې د امنیت شورا مشر د امریکا او ناټو د احتمالي پوځي حضور د بېرته راتګ په اړه د لوېدیځو هېوادونو څرګندونې هم د منلو وړ نه دي بللې. هغه هیله څرګنده کړې چې نور هېوادونه هم د افغانستان د اوسني حکومت د رسمي پېژندنې په برخه کې د روسیې په څېر ګام واخلي.

په ورته وخت کې، امیرخان متقي د افغانستان د اوسني حکومت د رسمي پېژندنې له امله د روسیې له مشرتابه مننه کړې او ویلي یې دي چې کابل له مسکو سره د اقتصاد او امنیت په برخو کې د اړیکو پراختیا غواړي.

متقي د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» غونډې هم د روسیې یو مهم سیاسي نوښت بللی او ویلي یې دي چې دغه بهیر د سیمې د هېوادونو ترمنځ د منظمو سیاسي مشورو لپاره زمینه برابره کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې د مسکو فارمټ بهیر باید دوام ومومي او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره لا پراخ شي.

د راپور له مخې، متقي د سې‌شنبې په ورځ د روسیې د صدراعظم له مرستیال الکسي اوورچوک سره هم لیدلي دي. نوموړي تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې ګډون کړی و او په همدې ورځ یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم جلا خبرې کړې وې.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د افغانستان اوسنی حکومت په رسميت وپېژاند. په دې توګه، مسکو لومړنی هېواد شو چې دغه اقدام یې وکړ.