پاکستان: په افغانستان کې مو د وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي

0
92

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د «غضب للحق» په نوم د عملیاتو په دوام کې یې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ وسله‌والو ډلو اړوند پر ځینو پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د افغانستان په دوو بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي او هغه ځایونه یې په نښه کړي چې د پاکستان په وینا، د یادو ډلو د غړو لپاره د مرکزونو او پټنځایونو په توګه کارېدل.

پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو زېرمې هم له منځه وړل شوې دي.

د پاکستاني پوځ په وینا، د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د زیان د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي اقدامات شوي او هدفونه په دقت سره ټاکل شوي وو.

اسلام‌اباد یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستان پر وړاندې ځینې امنیتي ګواښونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او ټینګار یې کړی چې د ترهګرۍ پر ضد عملیات به د «عزم استحکام» په چوکاټ کې دوام ولري.

تر اوسه د افغانستان واکمن حکومت د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی.