هلمند او کونړ کې هوايي بریدونو ۹ ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور ټپیان شوي

0
93

د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شلتن ولسوالیو کې پر ملکي سیمو د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار او د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمو کې پر ملکي کورونو هوايي بریدونه شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په هلمند کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د کونړ د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه هم د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه خپاره شوي، خو کره شمېرې یې لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د افغانستان د واکمن حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې دغه بریدونه د پاکستان له لوري شوي او پر ملکي کورونو یې د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.