د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هېواد په کچه ۷۱ زره او ۳۴۷ د زېږون سندونه ورکړي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له ورکړل شویو سندونو څخه ۴۹ زره او ۵۰۱ د لویانو او ۲۱ زره او ۸۴۶ د ماشومانو لپاره ورکړل شوي دي.
د کابل په کچه تر ټولو ډېر، ۴۲ زره او ۷۴۲ د زېږون سندونه ورکړل شوي دي. له کابل وروسته ننګرهار کې ۵ زره او ۴۷۹، بلخ کې ۵ زره او ۳۷۱، خوست کې ۵ زره او ۳۳۴ او هرات کې ۲ زره او ۲۱۷ سندونه ورکړل شوي دي.
د ادارې په وینا، له ټولټال سندونو څخه ۴۷ زره او ۶۵۸ د کابل او ولایتونو په اسانه خدمت مرکزونو کې او ۲۳ زره او ۶۸۹ نور د کابل د ملکي ثبت ادارې او د ولایتونو د احصایې او مالوماتو ریاستونو اړوندو د ژوند د پېښو د ثبت دفترونو له لارې ورکړل شوي دي.
د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، چې په همدې موده کې یې په ټول هېواد کې ۱۳ زره او ۵۴۸ د مړینې سندونه هم ورکړي دي.
د مړینې د سندونو له ډلې، په کابل کې ۶ زره او ۲۴۵ سندونه ثبت شوي او له کابل وروسته لوګر، هلمند، بلخ، خوست او کندهار د ډېرو سندونو د ثبت له پلوه یاد شوي دي.


