لیکنه: رضا محمد رضا
کلتور هغه د ژوند کولو طرز دی چې د کوم قوم، ټولنې يا ډلې رواجونه، ژبه، عقيدې، هنرونه، اخلاق، علم، لباس، خواړه او دودونه پکې شامل وي.
دا د علم او تجربې هغه ميراث دی چې له يو نسله بل نسل ته انتقاليږي.
د کلتور اهميت
قوم ته پېژندګلوي ورکوي، يووالی رامنځته کوي، اخلاقي او ټولنيز اصول ښيي، هنر او ادب او تاريخ ژوندی ساتي، ټولنه د پرمختګ په لار اچوي، ژبه د کلتور روح دی چې نه يوازې د خيالاتو د څرګندولو وسيله ده بلکې کلتوري ميراث له يو نسل څخه بل نسل ته هم انتقالوي.
د اکسفورډ کنسايز ډکشنري کې ليکل شوي چې په اصل کې دا ټکی د cultivation يعنې د کښت له معناوو څخه راوتلی او د روزنې، ودې او پرمختګ منزل ته رسېدلی دی.
کلچر د انګليسي ژبې ټکی دی د دې لپاره په اردو کې بديل ټکی ثقافت دی. د کلچر لپاره د تہذيب معنا هم کارول شوې ده. خو نن سبا تہذيب او civilization او کلچر او ثقافت هم معنا او مترادف ګڼل کيږي. نو ځکه موږ هڅه کوو چې د کلچر په مفهموم پوه شو. د کلچر معنا کرل، ساتنه کول، د څارويو پاللو عمل، په انسان کې د تعليم او تربيې له لارې ښه والی راوستل، په مصنوعي طريقه د مایکروسکوپي ژونديو موجوداتو روزل، د اطوارو وده او پرمختګ، د ذهن، ذوق او ادابو روزنه او وده هم ګڼل شوې ده.
ای بي ټيلر په دې مفهوم کې کلتور په دې ډول پېژندلی دی: “کلتور هغه پېچلې ټولګه ده چې پکې علم، عقيده، هنر، اخلاقيات، قانون، رواج، او هر هغه صلاحيتونه چې انسان د يوې ټولنې د فرد په توګه ترلاسه کوي شامل دي”. د دې تعريف له مخې د انساني ژوند ټولې چارې که هغه منظمې وي او که غير منظمې، د انسان صلاحيتونه، ټولنيزې ادارې او ارزښتونه ټول په کلتور کې شامل دي.
د ايس اے رحمن په وينا “له کلتور څخه زموږ مراد دا دی چې دا د خلکو د ټول ژوند بشپړه نمونه وړاندې کوي چې د قوم په حيث يو ځای اوسيږي”
سبط حسن کلچر د تہذيب په معناوو کې کاروي او په دې اړه ليکي: “د کومې ټولنې با مقصده تخليقاتو او ټولنيزو ارزښتونو نظام ته تہذيب ويل کيږي. تہذيب د ټولنې د ژوند د طرز او د فکر او احساس جوهر وي. نو ځکه ژبه، وسايل او د توليد طريقې او ټولنيزې اړيکې، د اوسېدو طرز، ښکلي هنرونه، علم او ادب، فلسفه او حکمت، عقيدې او خرافات، اخلاق او عادتونه، رسمونه او رواجونه، د مينې او محبت چلند او کورني اړيکې وغيره د تہذيب مظهرونه دي”
د کلچر په اړه ډاکټر وزير آغا ليکي: “د کلچر لغوي معنا خو هره پرې کول دي، کله چې تاسو د خپلو ګلونو کيارۍ له هرزه بوټو څخه پاکوئ. د بوټو شاخه بري کوئ او ګلونو ته د غوړېدو پوره موقع ورکوئ نو ګويا د کلچر په لړ کې لومړی ګام پورته کوئ خو د دې يو مبارک ګام څخه سمدستي وروسته تاسو احساسوئ چې تاسو پر دوه لارو راغلي ياست. له دې ځايه يوه لار خو اګريکلچر ته ځي او بله لار د کلچر کارکردګي د انساني فطرت په لړ کې فعالوي.
په بنسټيز ډول د انسان باطن د يو ځنګل په څېر دی، چې د جذباتو له اغزنو بوټو څخه ډک پروت دی او چې پکې لاره جوړول د لوی جان جوکھو کار دی. د انسان هغه خلاقانه اقدامات چې په مرسته يې هغه د خپل ځان په ګڼ ځنګل کې لارې جوړې کړې او بيا يې د پرله پسې شاخه برۍ له عمل څخه دغه لارې قايمې وساتلې. د کلچر په زمره کې شامل دي.”
ډاکټر وزير آغا د کلچر او تہذيب تر منځ فرق په دې ډول کوي: “د کلچر او تہذيب تر منځ هغه فرق دی چې د تخم د مغز او د هغې د پوستکي تر منځ وي. کلچر د مغز په توګه د تخليق منبع ده په داسې حال کې چې د تہذيب حيثيت د هغه ساتونکي په څېر دی چې د پوستکي په صورت کې د مغز ساتنه کوي، کلچر په بنسټيز ډول نازک، نرم، د ودې د خزانې او د ارتقاء محرک دی په داسې حال کې چې تہذيب د اصولو او ارزښتونو، قوانينو او ضوابطو او رسم و رواج تابع دی او ځکه بيضوي، تاو شوی او بې انعطافه دی.
د ثقافت د برخو درجه بندي کولو بېلابېلې طريقې شته، خو يو ګډ چوکاټ د مادي او غير مادي ثقافت تر منځ توپير کول دي. مادي ثقافت په هغو فزيکي شيانو مشتمل وي چې خلک يې جوړوي، کاروي او قدر يې کوي، لکه وسايل، جامې، هنر، معماري، خواړه او ټيکنالوژي. غير مادي ثقافت په تجريدي خيالاتو او څرګندونو مشتمل دی چې خلک يې جوړوي، کاروي او قدر يې کوي، لکه ژبه، مذهب، ادب، موسيقي، اصول، ارزښتونه، نښې او رسومات.
ثقافت د کوم قوم لپاره مهم وي ځکه چې دا د هغې پېژندګلوي او کردار ټاکي. ثقافت د کوم قوم ټولنيز، سياسي او اقتصادي پرمختګ او همدارنګه له نورو قومونو سره د هغې اړيکې هم اغېزمنوي.
د تہذيب د پوهېدو لپاره د فيض احمد فيض نظر هم ګورو:
“د تہذيب د پوهېدو لپاره د هغې ټوليز صورت په ذهن کې ساتل ضروري دي.
اول: هغه ټولې عقيدې، ارزښتونه، افکار، تجربې، هيلې يا آدرش چې کومه انساني ورورولي ورته ګران ساتي.
دوهم: هغه آداب، عادتونه، ادب، موسيقي او طور اطوار چې په دې ډله کې مروج يا مقبول دي.
درېيم: هغه هنرونه لکه ادب، موسيقي، نقاشي، ودانۍ جوړونه، لاسي صنايعو غرض باطني تجربه، ارزښتونه، عقيدې او افکار او ښکاره طور اطوار. د ژوند ټولې طريقې ته کلچر وايي. چې پکې هر څه شامل دي. د کلچر اغېز ذهني ډول هم کيږي د عقيدو او افکارو له لارې هم.
د ژوند له آدابو او رسومو څخه هم، د ژوند له ورځنيو محاورو څخه هم. هنرونه، ادب، موسيقي، نقاشي، فلم وغيره همدا د کلچر يا way of life تراشل شوي او منجلي شوي اجزاء دي.”
که دا بحث راټول کړل شي نو ثقافت يوه اصطلاح ده چې د کوم چلند د څرګندونې د نښه کولو لپاره کارول کيږي لکه څنګه چې موږ فکر کوو، چلند کوو او عمل کوو. ثقافت په مذهب، هنر، نڅا، ادب، رسم و رواج کې ځليږي. د داخلي پاکوالي لوړه کچه ده. پکې پرمختګ کېږي. له تہذيب پرته نه ثقافت وده کولای شي او نه هم خپل وجود ساتلی شي. ثقافت هغه طريقه ده چې پکې د خلکو د ژوند انعکاس د هغوی په ژبه کې کيږي.
اجمل خټک کشر ليکي د پښتون کلتور د علمي پوهېدو لپاره موږ د “انجمن ترقي پسند مصنفينو” د پخواني صدر، سليم راز له يو ډېر عالمانه مضمون څخه ګټه اخلو. هغه ليکي “دا يو تاريخي او واقعاتي حقيقت دی چې د شپږ زره کاله پخواني تاريخ لرونکي پښتون قوم بېلابېلو دورو کې د جغرافيې د وېش پر وېش، سرحدي (جغرافيايي) حد بنديو سره سره، په کلتوري طرز يو قومي وحدت درلودلو ثبوت ورکړی دی. د کلتوري تنوع په رنګارنګۍ کې د يو ګډ کلتوري، بلکې ټوليز ټولنيز ژوند کې ګوناګون فعاليتونه په يوه لړۍ کې پيرلي دي او د تاريخ او جغرافيې په بدلېدونکو حالاتو او مقامونو کې د عصري غوښتنو مطابق د تمدني ښکلا کثرت کې وحدت او د هغې د صداقتي وحدت کې د کثرت نمونه وړاندې کړې ده. د فاصلو د لرې والي سره سره، په يو مخصوص تاريخي تناظر کې د اکايي په پيمانه پوره اتلې ده. په دې ډول قبايلي ټولنه کې هم قبايلي توپير، يو ټوليز کلتوري روايت ساتلی دی.
چې پښتون قوم ته يې د قومي يووالي داسې ښکلا ورکړې، چې مثال يې په نړۍ کې نه مومي. او د غيرو غلامي نه منلو جرئت ورکولو سره يې له ټوليز ځان وژنې څخه خوندي او د تاريخ په جبر کې هم د نيلام او بدنام کېدو تور څخه بري الذمه ګرځولی دی او دا هغه تمدني ښکلا او کلتوري صداقت دی، چې پښتو ورته ويل کيږي. همدې تمدني او کلتوري اتحاد او يووالي ته په عام عرف کې پښتونولي ويل کيږي او همدا پښتو او پښتونولي، د پښتون قوم د ټولو کلتوري، تہذيبي، تمدني او ټولنيزو فعاليتونو نه يوازې احاطه کوي، بلکې ترجماني او عکاسي هم کوي. د پښتون ټولنپوهنې د هر اړخ او د فکر او نظر د هرې زاويې د جوړولو او تعبير نمايندګي او لارښوونه کوي. چې پښتون اهل قلم او پوهان يې د ټولنيزو علومو په اصطلاح کې “د پښتنو د اخلاقو ضابطه” بولي. څوک چې د دې اخلاقي ضابطې له دايرې څخه بهر شو، هغه د پښتون يا پښتون په نوم بللو له حق څخه محروم شو. نو ځکه، د پښتونولۍ له دې کلتوري تعبير څخه څوک انحراف نه شي کولای او همدې کلتوري او ټولنيزې اصطلاح نه يوازې د پښتنو کلتور ژوندی ساتلی دی، بلکې د قوم په توګه يې هم د هغوی اخلاقي او ټولنيزې پولې او قيدونه ټاکلي او هغوی يې پابند کړي او له تيت و پرک کېدو او بې سمته کېدو څخه يې ژغورلي دي. د آمو سيند او د سند سيند تر منځ په يوه جغرافيايي وحدت کې د اوسېدو سره سره د پښتنو بېلابېل قومونه، د بېلابېلو رسم و رواج او رواياتو سره سره، په يو قومي بهير او کلتوري او تہذيبي دايره کې د خپلې ځانګړې قبايلي پېژندګلوۍ سره اوسېدلي راغلي دي. پښتون کلتور د همدې اخلاقي ضابطې عملي څرګندونه، بلکې دوهم نوم دی او پښتو ژبه د هغې په ابلاغ، خپرېدو او پرمختګ او ترويج کې د بنسټيز رول تر ټولو مهمه حواله ده. همدا وجه ده چې پښتو نه يوازې د څرګندونې او بيان وسيله او لار ده، بلکې ټول کلتوري ژوند، د اخلاقو ضابطه او تمدني تاريخ ته هم پښتو نوم ورکړل شوی دی، (ياد دې وي په نړۍ کې داسې هېڅ ځای نشته)، چې دا يې د نړۍ د نورو ژبو په مقابله کې د ممتاز کېدو اعزاز ورکوي. يعنې پښتو ژبه هم ده او د ټولنيز او کلتوري اعتبار له مخې يو اخلاقي ضابطه هم ده…


