ای پي: د افغانستان او پاکستان پر پوله د درنو وسلو نښته شوې

0
94

اسوشیټېډ پرېس (AP) د راپور له مخې، تېره شپه د افغانستان د پکتیا او ننګرهار ولایتونو ته څېرمه له پولې څخه د وسله‌والو د اوښتو د هڅې له شنډولو وروسته، د افغانستان واکمن حکومت د پاکستان پر سرحدي پوستو د هاوانونو او درنو وسلو ډزې کړې دي.

د افغانستان د واکمنو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د افغان طالبانو له لوري پر پاکستان د هر ډول برید خبره رد کړې ده.

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان په ختیځ کې پر هغو سیمو بریدونه وکړل چې اسلام‌اباد یې د وسله‌والو پټنځایونه بولي. کابل د دغو بریدونو په اړه هم غبرګون ښودلی و.

پاکستاني چارواکي وايي، د روانې میاشتې په لومړیو کې یې ۱۵ وسله‌وال هم هغه مهال وژلي وو چې غوښتل یې له افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.

اسوشيټېډ پریس د پاکستان څلورو ځايي چارواکو له قوله ویلي، وسله‌والو هڅه کړې وه چې د پکتیا او ننګرهار د افغانستاني سرحدي پوستو له شاوخوا سیمو څخه پاکستان ته واوړي. د دوی په وینا، دغې هڅې ته د افغانستان د طالبانو ځواکونو هم ملاتړ ورکړی و.

پاکستان دغه وسله‌وال د «فتنة الخوارج» په نوم یادوي؛ دا هغه نوم دی چې اسلام‌اباد یې د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي. پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهیسې افغانستان تورنوي چې د دوی په وینا، د پاکستاني طالبانو وسله‌والو ته په خپله خاوره کې د فعالیت زمینه برابروي. د افغانستان طالبان دا تورونه ردوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، کله چې پاکستاني ځواکونو د وسله‌والو د اوښتو هڅه شنډه کړه، له هغې وروسته د افغانستان له لوري د پاکستان پر سرحدي پوستو د هاوانونو او نورو درنو وسلو ډزې وشوې. دوی وايي، پاکستاني ځواکونو هم په ځواب کې د افغانستان پر سرحدي پوستو، د هاوانونو پر ځایونو او دفاعي مورچو توپچي ډزې وکړې.

چارواکي ادعا کوي چې وروسته د افغانستان طالب ځواکونو ځینې پوستې پرېښودې او مرګ‌ژوبله یې هم اوښتې ده. دغو چارواکو د خپل نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کړې، ځکه دوی رسنیو ته د وروستۍ نښتې په اړه د څرګندونو اجازه نه لري.

تر اوسه د دواړو لورو د دغو ادعاوو په اړه خپلواک تایید نه دی شوی.