د امریکا د جیمزټاون څېړنیز بنسټ په یوه شننه کې ویلي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د «ټاپي» ګاز نللیکې د پروژې د پرمختګ ترڅنګ د سیمې روانې سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې د دې پروژې د بشپړېدو پر وړاندې لا هم ننګونې رامنځته کوي.
د شننې له مخې، د اګست په ۱۰مه د ترکمنستان او د افغانستان د واکمنې ادارې ترمنځ د ټاپي پروژې له لارې د ګاز پېرلو په اړه د هوکړې یو یادښت لاسلیک شوی. په دې هوکړه کې د ګاز بیې، د اړتیا کچه او د وېش څرنګوالی شامل دي.
د جیمزټاون بنسټ د معلوماتو له مخې، د اګست په ۲۷مه د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار ویلي چې د ټاپي نللیکې د هرات برخې کارونه به په دوو میاشتو کې بشپړ شي.
ټاپي نللیکه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د ترکمنستان له ګلکینش ګازو سیمې څخه د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر فاضلکا پورې غځول کېږي. د پروژې له مخې، ټاکل شوې هر کال ۳۳ میلیارد متره مکعب طبیعي ګاز ولېږدول شي.
شننه وايي، افغانستان ته به پنځه میلیارد متره مکعب او پاکستان او هند ته به هر یوه ته شاوخوا ۱۴ میلیارد متره مکعب ګاز ځانګړی شي.
د جیمزټاون بنسټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سر نښتې، د ټاپي نللیکې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان او هند ته د غځولو په اړه پوښتنې راپورته کوي.
په شننه کې د هند هغه اندېښنه هم یاده شوې چې د پاکستان له لارې د ګاز پر لېږد تکیه کول ښايي د دواړو هېوادونو د احتمالي کړکېچ پر مهال د ګاز د رسولو پر بهیر اغېز وکړي.
جیمزټاون وايي، ټاپي په لومړي سر کې د سیمې د اقتصادي همکارۍ او ثبات لپاره طرحه شوې وه، خو که سیمهییزې ترینګلتیاوې زیاتې شي، نو سیاسي، امنیتي او ستراتیژیک عوامل کولی شي د دې پروژې پر راتلونکي اغېز وکړي.
د شننې له مخې، د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ګاز د بیې، د لېږد د اندازې او نورو سوداګریزو شرایطو په اړه ځینې مهم جزیات هم لا تر اوسه وروستي شوي نه دي.


