د خیبر پښتونخوا په بنو او جنوبي وزیرستان کې په بېلابېلو وسلهوالو پېښو کې یو پولیس سرتېری او دوه ملکي وګړي وژل شوي، او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د پولیسو په وینا، د بنو د داودشاه سیمې په پیپل بازار کې وسلهوالو د ایلیټ ځواک پر سرتېري احمدالله ډزې کړې، چې له امله یې نوموړی په ځای کې ووژل شو. بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د لټون او امنیتي عملیاتو لړۍ یې پیل کړې ده.
په همدې ولسوالۍ کې د دومل پاین په سیمه کې د هټيخېل سولې کمېټې د غړو او شکمنو وسلهوالو ترمنځ نښته شوې ده. د سیمهییزو سرچینو په وینا، په نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی، چې له امله یې یو ملکي وګړی خیال وزیر وژل شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده. پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته تللي او د وضعیت د کنټرول هڅې یې کړې دي.
بلخوا، د جنوبي وزیرستان په وانا تحصیل کې د کاریزي پل په سیمه کې د یکشنبې په ماښام د وسلهوالو ډلو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې ده. د پولیسو سرچینو ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان او ټيټيجي اړوندو ډلو ترمنځ د مالي مسایلو، په ځانګړي ډول د باج اخیستنې د پیسو پر سر، ډزې شوې دي.
سیمهییزو سرچینو ادعا کړې چې په دې نښته کې د سهیل مغلخېل په نوم یو مهم وسلهوال مشر وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي، خو پولیسو د مرګژوبلې کره شمېر نه دی تایید کړی.
په وانا کې د شهید مور په سیمه کې په یوه جلا ډزو کې د امید په نوم یو اوسېدونکی هم وژل شوی دی. پولیس وایي، د یوې منع شوې وسلهوالې ډلې غړو پر نوموړي ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


