د بلوچستان د مواصلاتو او رغونې ادارې ۵ زره دندې لغوه کړې

0
24

د بلوچستان د مواصلاتو او رغونې ادارې شاوخوا ۵ زره دندې په ۷۴ بېلابېلو برخو کې لغوه کړې دي.

د بلوچستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه دندې د نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو ماشینونو د کارولو له امله نورې اړینې نه دي، ځکه د ځینو دندو اړتیا له منځه تللې او د ځینو نورو کاري چارې کمې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، اداره د نورو ۱۵۰۰ دندو د لغوه کولو پر بهیر هم کار کوي.

حکومت وایي، د دې پرېکړې موخه د ادارې اداري او مالي جوړښت له اوسنیو اړتیاوو سره برابرول او په راتلونکي کې د معاشونو، امتیازونو، تقاعد او نورو لګښتونو له امله د اضافي مالي بار مخنیوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، هغه کارکوونکي چې په لغوه شویو دندو کې یې ۳۰ کاله دنده بشپړه کړې وي، د تقاعد له بشپړو حقونو څخه به برخمن وي.