افغان بزګرانو ته د بازار موندنې او عاید د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیونه یورو پروژه پیل شوه

0
47

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.

د دغې پروژې موخه افغان بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره مرسته کول دي، څو بازارونو ته ښه لاسرسی ومومي، باثباته عاید ولري او د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې خپل مقاومت زیات کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي شارژدافیر، نیکولا بيلومو، ویلي چې د خوړو او کرنې سازمان ته د اروپايي ټولنې دغه مرسته د افغانانو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دې ټولنې د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان کرنیز سکټور لا هم خپل بشپړ ظرفیت نه دی کارولی او د اقلیمي بدلونونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

د بيلومو په وینا، اروپايي ټولنه به د خوړو او کرنې سازمان په همکارۍ د کرنیزو خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو کاروبارونو پراختیا او د هغوی د وړتیاوو لوړولو، د طبیعي حللارو د ترویج او د کرنې په اړه د معلوماتو او شننو د ښه کولو لپاره کار وکړي.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، چې دغه سازمان غواړي له بشري مرستو پر بنسټ پروګرامونو څخه د دوامدارو فعالیتونو پر لور لاړ شي.

نوموړي زیاته کړې چې کرنیز کاروبارونه د کارموندنې، د بزګرانو له بازارونو سره د نښلولو او د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ ظرفیت لري.

د هغه په وینا، د دغې پروژې له لارې به بزګران له اړینو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلول شي او له کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره به د پانګونې او د فعالیتونو د پراختیا په برخه کې مرسته وشي.

د خوړو او کرنې سازمان وايي، د دې پروژې له لارې تمه ده چې کرنه د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې او د ټولنو د پیاوړتیا په برخه کې لا مهم رول ولوبوي.