۱۳ افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو پر ضد لاهور عالي محکمې ته عریضې کړې

0
37

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ۱۳ افغان طبي زده‌کړیالانو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغو لارښوونو پر ضد د لاهور عالي محکمې ته عریضې کړې دي چې له مخې یې افغان زده‌کړیالانو ته افغانستان ته د ستنېدو ویل شوي دي.

په عریضه کوونکو کې اووه ښځې او شپږ نارینه شامل دي چې د لاهور په کینګ اډوارډ طبي پوهنتون، شیخ خلیفه بن زاید النهيان طبي او غاښونو کالج او د طبي علومو د خدمتونو انسټیټیوټ کې یې زده‌کړې کولې.

زده‌کړیالانو ویلي، د «پي‌ايم‌ډي‌سي» په لارښوونه له خپلو تحصیلي مرکزونو څخه ایستل شوي، په داسې حال کې چې دوی د دې شورا او طبي کالجونو له خوا د دوی د ایستلو قانوني واک نه‌شتون لري.

دوی استدلال کړی چې د «پي‌ايم‌ډي‌سي» واکونه باید د پاکستان د اساسي قانون او نړیوالو قانوني ژمنو په چوکاټ کې وکارول شي او د ۲۰۲۳ کال اړوند قانون شورا ته اجازه نه ورکوي چې له قانوني بهیر پرته د زده‌کړیالانو پر وړاندې داسې اقدامات وکړي.

د راپور له مخې، د عریضه کوونکو ډېری کسان د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې په پاکستان کې زده‌کړې کوي. د لوړو زده‌کړو کمېسیون د ۲۰۲۵ کال په جولای کې شاوخوا ۳۵۰ افغان زده‌کړیالانو ته د هرکلي مراسم هم جوړ کړي وو.

له عریضه کوونکو څخه نیلوفر نیکزاد ویلي چې په افغانستان کې یې دوه کاله طبي زده‌کړې کړې وې، خو د ښځو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله اړ شوه خپلې زده‌کړې پرېږدي او پاکستان ته ولاړه شي.

افغان زده‌کړیالانو ویلي چې د وروستیو اقداماتو له امله ځینې له لیلیو هم ایستل شوي او د استوګنې له ستونزې سره مخ شوي دي.

دوی له لاهور عالي محکمې غوښتي چې د «پي‌ايم‌ډي‌سي» د جولای پر ۳۱مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه صادرې شوې لارښوونې غیرقانوني، له اساسي قانون سره په ټکر کې او له قانوني واک پرته وبولي. تر اوسه د دغو عریضو د اورېدنې نېټه نه ده ټاکل شوې.

«پي‌ايم‌ډي‌سي» د سپټمبر پر لومړۍ نېټه په یوه خبرتیا کې په پاکستان کې پر زده‌کړو بوختو افغان طبي زده‌کړیالانو ته افغانستان ته د ستنېدو لارښوونه کړې وه او طبي او د غاښونو کالجونو ته یې ویلي وو چې د روان تحصیلي کال لپاره دې افغان زده‌کړیالانو ته د داخلې یا ځای پر ځای کېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي چې هغه بهرني وګړي چې معتبره ویزه او پاسپورټ ونه لري، د پاکستان د نافذه قوانینو له مخې له هېواده د ایستل کېدو وړ دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د «پي‌ايم‌ډي‌سي» پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوازې په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان طبي او د غاښونو زده‌کړیالان ښايي له دې پرېکړې اغېزمن شي.