د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق «یونیسف» په یوه نوي څېړنیز راپور کې ویلي، چې په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه انټرنېټ کاروونکي ماشومان په یوه کال کې د انلاین جنسي ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې له بېلابېلو بڼو سره مخ شوي دي.
د راپور له مخې، د ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو له ډلې له هرو پنځو څخه د یوه څخه زیاتو ماشومانو لږ تر لږه د انټرنېټ له لارې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یوه تجربه لرله. دغه څېړنه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د شاوخوا ۲۱ زره ماشومانو د معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې، چې پاکستان، کینیا، برازیل او سربیا هم پکې شامل دي.
یونیسف وايي، شاوخوا ۱۵ میلیونه ماشومان له ناغوښتل شوو جنسي انځورونو او مطالبو سره مخ شوي، نږدې ۹ میلیونه د جنسي خبرو یا انځورونو شریکولو ته اړ ایستل شوي او شاوخوا ۴ میلیونه داسې ماشومان وو چې د دوی جنسي انځورونه د دوی له اجازې پرته خپاره شوي دي.
راپور ښيي چې نږدې ۶۰ سلنه پېښې په ټولنیزو شبکو کې شوې دي. فېسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سناپچېټ او ټکټاک د هغو شبکو له ډلې یادې شوې چې ډېری پېښې پکې ثبت شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې بیا د انلاین لوبو له لارې رامنځته شوې دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په ډېرو مواردو کې ماشوم له هغه کس سره له وړاندې پېژندګلوي لرله چې ناوړه چلند یې ورسره کړی و. په دې کسانو کې ملګري، خپلوان او د ماشومانو نږدې اړیکې شاملې وې. یوازې لږ شمېر پېښې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې مرکزونو ته راپور شوې دي.
راپور په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ماشومانو د جعلي جنسي انځورونو او ویډیوګانو جوړېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. په نهو هغو هېوادونو کې چې د دې موضوع په اړه معلومات راټول شوي، شاوخوا ۱.۱ میلیونه ماشومانو ویلي چې د دوی په نوم یا بڼه داسې جنسي انځورونه او ویډیوګانې جوړې شوې دي.
یونیسف وايي، د انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې تجربه کوونکي ماشومان د نورو ماشومانو په پرتله د ځانزیانولو او ځانوژنې د فکرونو د څرګندولو له پلوه شاوخوا څلور برابره ډېر له خطر سره مخ دي او د اندېښنې کچه یې هم لوړه ده.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاترین رسل ویلي، دا ډول تجربې ماشومان له ژورې رواني او عاطفي کړاو سره مخ کوي او ډېر ماشومان د مرستې له غوښتلو پرته په چوپتیا کې له دغو ستونزو سره ژوند کوي.
یونیسف له حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي چې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره پر انلاین خدمتونو لا پیاوړي امنیتي تدابیر ولګوي، قوانین د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې له نوو بڼو سره برابر کړي او د پېښو د راپور ورکولو او ماشومانو د ساتنې لارې لا پیاوړې کړي.


