په یمن کې د حوثیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې له پنجشنبې راهیسې له ۱۲۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس «اېاېفپي» د دوو پوځي چارواکو او په حوثیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د دواړو لورو وسلهوال شامل دي.
د سره سمندرګي پر غاړه یوه پوځي چارواکي ویلي، د دوی ۲۴ سرتېري وژل شوي دي. د یمن په سوېل لوېدیځ کې د تعز ولایت یوه بل پوځي چارواکي بیا د ۱۵ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.
روغتیايي سرچینو ویلي، د حوثیانو تر واک لاندې سیمو کې لږ تر لږه ۴۲ حوثي جنګیالي هم وژل شوي دي.
نښتې هغه مهال پیل شوې چې حوثیانو د سره سمندرګي ته څېرمه ساحلي سیمو او د تعز شاوخوا پر حکومتي ځواکونو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل.
د یمن حکومتي پوځي سرچینو ویلي، حوثیان هڅه کوي د مهم بندري ښار مخا لارې له هغو نورو سیمو سره پرې کړي چې د حکومت تر واک لاندې دي.
د سرچینو په وینا، حوثیان همداراز غواړي د بابالمندب تنګي ته څېرمه ستراتیژیکو سیمو کې خپل نفوذ او کنټرول پراخ کړي.
یمن له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د کورنۍ جګړې له امله له سخت امنیتي او بشري بحران سره مخ دی. په روان کال کې په دغه هېواد کې د جګړې شدت یو ځل بیا زیات شوی او د حوثیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو د سیمې وضعیت لا ترینګلی کړی دی.


