کوز جنوبي وزیرستان کې د ډرون برید له ټپیانو دوه ماشومان مړه شوي

0
53

د کوز جنوبي وزیرستان د برمل ولسوالۍ د اعظم ورسک په نارګاسۍ سیمه کې د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د ډرون الوتکې په برید کې ټپیان شوي دوه ماشومان د درملنې پر مهال مړه شوي دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، پنځه کلن عیان او نهه کلنه ادانه بي بي، چې د خلیل الرحمان اولادونه وو، د پېښې له امله سخت ټپیان شوي وو.

د پېښې وروسته دواړه ماشومان لومړی د واڼې مرکزي روغتون ته رسول شوي، خو د ټپونو د سختوالي له امله وروسته د درملنې لپاره ډېره اسماعیل خان ته انتقال شوي وو. سرچینې وایي، دواړه ماشومان هلته د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د روغتون د معلوماتو له مخې، یوه بله کم عمره نجلۍ چې په پېښه کې ټپي شوې، لا هم تر درملنې لاندې ده.

مړه شوي ماشومان د اعظم ورسک د نارګاسۍ سیمې اوسېدونکي او د ملک خېل له ټبر سره تړاو لري.

د پېښې د څرنګوالي او د ډرون د مالکیت په اړه بېلابېل روایتونه خپاره شوي دي. امنیتي سرچینو ته منسوبو معلوماتو کې ادعا شوې چې ډرون د یوې منع شوې وسله‌والې ډلې له لوري کارول شوی و، خو ځايي سرچینو بیا د برید پړه پر امنیتي ځواکونو اچولې ده.

تر اوسه داسې خپلواک او کره شواهد نه دي خپاره شوي چې د برید د ترسره کوونکي لوري په اړه پرېکنده پایله وړاندې کړي.

ځايي اوسېدونکو د پېښې د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې او له چارواکو یې غوښتي چې د برید د مسؤلیت په اړه روښانه معلومات وړاندې او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې څرنګوالی معلوم کړي.