د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندربي وایي، هېواد یې د افغانستان په تړاو د چین رغنده هڅې ستایي او له افغانستان سره د رغنده خبرو لپاره چمتو دی.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په اړه د خبرو د بهیر دوام د پاکستان له لوري پر دې پورې تړلی بلل شوی چې افغان چارواکي د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ او نورو هغو ډلو پر وړاندې ګامونه واخلي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
بل لور ته، افغان چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دوی د دې ژمنه کړې چې هېڅ ډله به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته د ګواښ رسولو لپاره کار نه اخلي.
دواړه لوري تر دې وړاندې هم د پولې پورې غاړې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه بېلابېل دریځونه څرګند کړي دي.


