له کوټې او مستونګ څخه د ناامنۍ په تړاو بېلابېلې پېښې راپور شوې دي

0
61

د کوټې د شالکوټ پولیسو په وینا، د تلاشۍ پر یوه پوسته د پولیسو او پر موټرسایکل سپرو کسانو ترمنځ ډزې شوې دي. پولیس وايي، څلورو کسانو د درېدلو له اشارې وروسته پر پولیسو ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې یو کس وژل شوی او بل ټپي نیول شوی دی. د پولیسو په وینا، له نیول شوي کس سره د غلا او شوکې په ګډون له ۲۱ ډېرې دوسیې ثبت دي. له وژل شوي او نیول شوي کسانو څخه ۱۵ زره پاکستانۍ روپۍ، دوه تومانچې او اووه مرمۍ هم د ترلاسه کېدو ادعا شوې ده. پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

بلخوا، د مستونګ د کډکوچې په ګرو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو کسانو ترمنځ د ډزو راپور ورکړل شوی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، د نښتې له امله پر کوټه ـ کراچۍ لویه لار د موټرو تګ راتګ درول شوی او له خلکو او مسافرو غوښتل شوي چې د سیمې د ناامنۍ له امله له سفر او غیرضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

په همدې ولسوالۍ کې د کډکوچې په مدینه هوټل ته څېرمه د حاجي محمد جان شاهواني پر کور دوه هاواني مرمۍ لګېدلې دي. د راپورونو له مخې، په پېښه کې کور ته زیان اوښتی، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. څو ورځې وړاندې هم یوه هاواني مرمۍ د نوموړي د څارویو پر بټۍ لګېدلې وه چې له امله یې یوه غوا ټپي شوې وه.

کډکوچه له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډزو، چاودنو، د درنو وسلو د بریدونو او د مړو د موندل کېدو له بېلابېلو پېښو سره مخ ده، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.