د ویزې محدودیتونو افغانې فعاله د اکسفورډ له زده‌کړو پاتې کړه

0
39

راپور: داود جبارخیل


د بشري حقونو فعاله او د «ط» له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه جلاوطنه شوې افغانه عایشه خرم د برېتانیا د ویزې د محدودیتونو له امله ونه توانېده چې د اکسفورډ پوهنتون د ماسټرۍ زده‌کړې پیل کړي.

۲۷ کلنې عایشه خرم، چې د کابل اوسېدونکې ده، د روان کال په مې میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ پروګرام ته د شاملېدو وړاندیز ترلاسه کړی و. خو د برېتانیا حکومت څو میاشتې وړاندې د افغانستان، میانمار، کامرون او سوډان د ځینو وګړو لپاره د ویزې محدودیتونه ولګول، چې له امله یې د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو راتلونکی هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

د «انډیپنډنټ» د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون د روان ښوونیز کال لپاره ۱۵ افغان زده‌کوونکو ته د داخلې وړاندیز کړی، خو د ویزې د محدودیتونو له امله اندېښنه شته چې یو شمېر دغه زده‌کوونکي به ونه شي کولای خپلې زده‌کړې په ټاکلي وخت پیل کړي.

عایشه خرم وايي، د خپل ژوند او امنیت د خوندي کولو لپاره له افغانستانه وتلو ته اړ شوه، د بې‌ځایه کېدو سختې ورځې یې تجربه کړې او د خپلو زده‌کړو د بیا پیلولو لپاره یې له ګڼو ستونزو او خنډونو سره مبارزه وکړه.

نوموړې وايي، له دومره ستونزو وروسته یې د نړۍ له یو مشهور پوهنتون څخه د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړ، خو اوس یوازې د افغانستان د پاسپورټ لرلو له امله له دې فرصت څخه د ګټې اخیستو په برخه کې له خنډ سره مخ شوې ده.

عایشه خرم په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، له افغانستانه ووتله. هغه مهال د کابل پوهنتون د لېسانس دورې په وروستي سمسټر کې وه. نوموړې تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د لومړۍ ښځینه ځوانې استازې په توګه هم دنده ترسره کړې وه، چې له امله یې د خپل امنیت په اړه اندېښنې لرلې.

خرم د ایران له لارې جرمني ته ولاړه او هلته یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې. وروسته یې له ملګرو ملتونو سره د کار پر مهال له افغان نجونو سره هم مرسته وکړه، څو د بدیلو لارو چارو له لارې خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله لا هم میلیونونه نجونې له زده‌کړو او لوړو زده‌کړو څخه بې‌برخې دي.

د «یونیورسټیز اف سېنکچوري» شبکې هم د برېتانیا د ویزې پر محدودیتونو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پالیسۍ کولی شي د جګړو، سیاسي بحرانونو او بشري ستونزو ځپلو هېوادونو د وړتیا لرونکو زده‌کوونکو لپاره په برېتانیا کې د زده‌کړې فرصتونه لا محدود کړي.

د عایشه خرم قضیه د هغو ګڼو افغان ځوانانو د ستونزو یوه بېلګه ده چې له افغانستانه د زده‌کړې او خوندي راتلونکي لپاره وتلي، خو د ویزو او کډوالۍ د سختو قوانینو له امله لا هم د خپلو علمي او مسلکي هیلو د عملي کولو پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.