په نیپال او له چین سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه د تبت په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له امله د مړو شمېر ۲۷۰ کسانو ته رسېدلی دی.
د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو د موندلو هڅې کوي چې له پېښو وروسته ورک شوي دي. د چارواکو د تازه شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۵۰۰ کسان لا هم ورک دي چې له ډلې یې له ۷۰۰ ډېر بهرني وګړي دي.
د نیپال پوځ او پولیسو څه باندې ۵۰۰۰ سرتېري د ژغورنې په عملیاتو کې بوخت کړي دي. چورلکې د لیرې پرتو او زیانمنو سیمو د پلټنې ترڅنګ، بند پاتې خلکو ته خواړه، خېمې او نورې بېړنۍ مرستې رسوي.
د پنجشنبې په ورځ ۱۲۵ کسان، چې ۲۰ یې بهرني وګړي وو، له زیانمنو سیمو ژغورل شوي دي. له هند څخه هم د چورلکو له لارې د بېړنیو مرستو د لېږد لړۍ روانه ده.
په پلازمېنه کټمندو کې روغتونونه د سېلابونو له امله د ټپیانو د زیاتېدو له کبله له ګڼې ګوڼې سره مخ دي.
د چارواکو په وینا، د ورک شویو بهرنیانو شمېر لا هم بدلېږي. په نیپال او تبت کې د ورک شویو کسانو په ډله کې د هند، امریکا، اوکراین، استرالیا، بریتانیا، کاناډا او جرمني وګړي هم شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نیپال کې لږ تر لږه ۲۸۸ هندي وګړي ورک دي او شاوخوا ۲۰۰ نور په چین کې بند پاتې دي. خو نیپالي چارواکي وايي، د پلټنې پر مهال شاوخوا ۱۰۰ هندي وګړي او ۲۵ چینايي کارګران موندل شوي چې مخکې ورک بلل شوي وو.
د همدې لپاره چارواکي وايي، د ورک شویو کسانو شمېر لا وروستی نه دی او ښايي د ژغورنې د عملیاتو له دوام سره بدلون وکړي.
چین، هند، امریکا، جنوبي کوریا، اروپايي ټولنې، د روغتیا نړیوال سازمان او د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له زیانمنو شویو خلکو سره د مالي، روغتیايي او بېړنیو مرستو په برخه کې مرسته کړې ده.


